په اندونیزیا کې له تورن څخه په دې ډول د اعتراف اخیستل

  • خپرول: ۲۲ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 104389


Fb-Button

تاند- وروسته له دې چې یوه ویدیو خپره شوه چې د اندونیزیا پولیس له یوه مشکوک غله څخه د اقرار اخیستو لپاره هغه په مار بېروی، پولیسو بخښنه وغوښته.

په ویډیو کې په غلا تورن کس، چې زولنې یې په لاسونو کې دی، له مار څخه د ډار له کبله چیغې وهی او پولیس ورته خاندی.

ګومان کېږی دا سړی د اندونیزیا په پاپوا ښار کې د یوه موبایل په غلا تورن شوی دی.

د پاپوا د پولیسو مشر د ویدیو له خپرېدو وروسته ویلی چې دا خورا غیرمسلکی عمل دی او د پولیسو له شان سره نه ښایی خو ده په عین حال کې ویلی چې د مار زهر ایستل شوی او له انسانانو سره روږدی و.

د پولیسو چارواکو ویلی چې په دې قضیه کې د لاس لرونکو پولیسو خلاف به اقدام وکړی.

د موبایل د کمرو او د ټولنیزو رسنیو د دود کېدو له برکته دا ډول ډېر ناوړه اعمال افشا کېږی.