په اندونیزیا کې د یوې زورورې زلزلې له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۸۳۲ تنو ته رسېدلی

  • خپرول: ۸ میزان ۱۳۹۷
  • نوملړ: نړیوال
  • د خبر شميره: 86922

په اندونیزیا کې حکومتی چارواکی وایی په سولاوېسی ټاپو کې د زلزلې او سونامې له کبله د وژل شویو کسانو شمېر ۸۳۲ ته رسېدلی دی.
د جمعې په ورځ د ریښتر په کچه ٧ اعشاریه پنځه درجې زورورې زلزلې د اندونزیا سولاوېسی ټاپو ولړزاوه او ورپسې په سمندر کې د سختو ټکانونو له امله سونامی راغله.
د راپورونو له مخې، یوازې په پالو ښار کې د ۸۲۱ کسانو جسدونه موندل شوی او په ډونګالا ښار کې یې ۱۱ کسانو ته ژوبله اوښتې ده.
بلخوا د اندونیزیا مرستیال ولسمشر یوسف کالا خبرداری ورکړی چې ښایی زرګونه کسان وژل شوی وی.
دافغانستان جمهوری ریاست دفتر یا ارګ ماڼی په یوه بیان کې ویلی، چې افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غنی په اندونیزیا کې د سونامې او زلزلې په راتلو چې د دغه هېواد یو شمېر وګړو ته یې مرګ ژوبله او مالی زیانونه واړول، سخت خواشینی شو.
خبرپاڼه زیاتوی، چې جمهوررئیس غنی د افغانستان د حکومت او خلکو په استازیتوب د اندونیزیا حکومت او خلکو ته د تسلیت او غمشریکۍ مراتب څرګند او زیاته یې کړه، موږ د اندونیزیا د جمهوری دولت او خلکو په درد او غم کې ځانونه شریک ګڼو.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=86922

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *