په اندونیزیا کې د زلزلې له امله ۴۰ تنه ووژل شول

  • خپرول: ۷ میزان ۱۳۹۷
  • نوملړ: نړیوال
  • د خبر شميره: 86628

د اندونیزیا د بحران مدیریت اداره وایی، څه باندې ۴۸ کسان د یاد هېواد په سمندریزو سیمو کې د ۷،۵ درجې ریښتر زلزلې له امله وژل شوی، سلګونه کسان هم ټپیان شوی او د ګڼ شمېر کسانو د برخلیک په اړه هم کوم خبر په لاس کې نشته.
د بی بی سی راپور له مخې، په ځینو موردونو کې ددغې زلزلې د موجونو لوړوالی درې مترو ته رسېدلی دی.
کوم انځورونه چې په ټولنیزو شبکو کې خپور شوی، ښیی چې خلک د تېښتې په حال کې دی. ددغې سیمې جومات له هغو ودانیو څخه دی چې په دا پېښه کې ویجاړ شوی دی.
دا پېښه د برښنا او د نښلونې کرښې د پرې کېدو لامل شوی چې همدا لامل د ژغورنې عملیات له ستونزو سره مخ کړی دی.
یوه میاشت وړاندې د لومبوک په ټاپوه کې یوه خونړۍ زلزله رامنځته شوې وه چې ترټولو پیاوړۍ زلزله د ۴۶۰ کسانو د مړینې لامل شوی دی.
د اندونیزیا د مرستې رسونې مرکز مشر د فرانسې خبری سرچینې ته ویلی چې ګڼ شمېر مړی شتون لری، خو موږ ددوی کره شمېر په اړه معلومات نه لرو.
تراوسه روښانه نده چې ددغو کسانو مړینه د زلزلې له امله وه یا د نورو پېښو په خاطر.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=86628

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *