
په اندونیزیا کې د زلزلې له امله د قربانیانو شمېر ۱۲۰۰ تنو ته رسېدلی
- خپرول: ۱۰ میزان ۱۳۹۷
- نوملړ: نړیوال
- د خبر شميره: 87452
د اندونیزیا سیمه ییزو چارواکو اعلان کړی چې په یاد هېواد کې د زلزلې د تلفاتو شمېر ۱۲۰۰ تنو ته رسېدلی دی.
د پالو په ساحلی ښار کې د سره صلیب مېشتو ځواکونو ویاند ویلی چې مرسته کوونکو بنسټونو د سولاسی په ټاپوه کې د ۲۴ زده کوونکو مړی له خاورې لاندې ایستلی دی. داپه داسې حال کې ده چې سیمه ییزو رسنیو تردې وړاندې د ۸۵ نورو زده کوونکو له ترې تم کېدو خبر ورکړی دی.
د خبری سرچینو د راپور له مخې، د امکاناتو او مرسته کوونکو ځواکونو کموالی لامل شوی ترڅو لسګونه زره کسان له سرپناه څخه بې برخې وی.
د خوراکی توکو کموالی او د مرستې رسونې په برخه کې شته بحران ډېری زیانمن شوی کسان غیرقانونی کارونو ته اړ کړی دی. کوچنی مغازې او د خوراکی توکو پلورنځی هغه قربانیان دی چې د لومړنیو توکو د برابرولو په خاطر د قانون پرخلاف کړنو ته مخه کړې ده. له بل لورې مرسته کوونکی ځواکونه د درنو ماشینونو او تجهیزات نه درلودونکی دی، په داسې حال کې چې د نښلونې لارو بندېدل د مرستې رسونې بهیر له ستونزو سره مخ کړی دی.
نظرات(۰ دیدگاه)