په امریکا کې د ډزو له امله پنځه کسان وژل شوی

  • خپرول: ۲۷ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: نړیوال
  • د خبر شميره: 105211

د امریکا شیکاګو ته څېرمه یوه کارځی کې یوه وسله والو په ډزو پنځه کسان وژلی او پنځه نور یې ټپیان کړی. له بریدګر سره پولیسو نښته کړې چې پنځه پولیس پکې ټپیان شوی دی.

تر اوسه د شیکاګو په ۶۵ کیلومترۍ ارورا ښار کې د دغه برید انګیزه مالومه نه ده. بریدګر هم له پولیسو سره په ډزو کې وژل شوی دی.

دغه ډزې د جمعې په ورځ دوې بجې د هنری پرټ په نوم فابریکه کې شوې.

پولیسو ویلی، بریدګر ګری مارټین نومېږی چې ۴۵ کلن دی. د ارورا د پولیسو مشر کریسټین زیمان له پېښې څو ساعته وروسته خبریالانو ته ویلی له خپلو سرتېرو مننه کوی، ځکه چې د بریدګر مخې ته ډال ګرځېدلی او پنځه کسان یې له مرګه ژغورلی دی.

یوه عینی شاهد هم د پولیسو دا کړنه ستایلې ده.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=105211

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *




8 + = 11