په افغانستان کې ۷ نوی ولایتونه رامنځته کېږی

  • خپرول: ۲۹ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 105488

ځینو خبری سرچینو په افغانستان کې د ۷ نویو ولایتونو د رامنځته کېدو له شونتیا خبر ورکړی دی.
ویل کېږی د افغانستان سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې په هېواد کې د ۷ نویو ولایتونو د رامنځته کېدو په اړه څېړنې پیل کړی او ټاکل شوې د بدخشان پامیر ولسوالۍ، د هرات شیندند او اسلام قلعه، د غزنی جاغوری د ننګرهار شینوار، د غور تیوره او د فاریاب اندخوی ولسوالۍ په خپلواکو ولایتونو بدل شی. ولسمشر غنی هم څو میاشتې وړاندې په هېواد کې د څو نویو ولایتونو له رامنځته کېدو خبر ورکړی وو.
د افغانستان د سیمه ییزو ارګانونو دخپلواکې ادارې په وینا، مساحت، نفوس، جغرافیایی ستونزې او د عمومی چوپړتیاوو د وړاندې کولو کچه له هغو موردونو څخه دی چې د یو ولایت د رامنځته کېدو په برخه کې په پام کې نیول کېږی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=105488

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *