په افغانستان کې کاغذی پیسې څنګه رامنځته شوې؟

  • خپرول: ۱۰ ثور ۱۳۹۷
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 55837


Fb-Button

ژباړه: محمدحامد اکبری

له ننه۷۹ کاله وړاندې د افغانستان د مرکزی بانک (افغانستان بانک) بنسټ کېښودل شو او د همدې کال د لیندۍ پرشپږ ویشتمه نېټه یې نوې پیسې چاپ کړې، د کاغذی پیسو په چاپ سره چې د لومړی ځل لپاره د ستر غازی امان الله خان د واکمنۍ پر مهال چاپ شوې د افغانستان پیسې نوې پړاو ته داخلې شوې. دا چې افغانستان د هغه هېوادونو له ډلې و چې د پاچاهانو او مشرانو په بدلون سره یې پیسې هم بدلېدې نو ځکه مو وغوښتل د کاغذی پیسو د رامنځته کېدو تایخچې ته لنډه کتنه وکړو.

د غازی امان الله خان د واکمنۍ پړاو


لومړنۍ کاغذی پیسې (بانکنوټ) د لومړی ځل لپاره په ۱۲۹۸ لمریز کال کې د غازی امیر امان الله خان د واکمنۍ پر مهال د یوې کابلۍ روپۍ په ارزښت چاپ شوې، د دې پیسو په ښی اړخ د افغانستان د حکومت نښان ( محراب او منبر) په منځنۍ برخه کې یې د امانی حکومت نښان او په کیڼ اړخ یې د ( یک روپیه کابلی) لیکل شوی و.

یو کال وروسته همدا کاغذی پیسې بیا چاپ شوې؛ خو په رنګ او پرلپسې ګڼه کې یې بدلون راغی؛ بل کال بیا هم یوه کابلۍ روپۍ خو پرته له پرلپسې ګڼې چاپ شوه.


په هماغه کال د ۵، ۱۰ او ۱۰۰ کابلی روپیو ځانګړی بانکنوټونه چاپ شول چې تر ۱۳۰۴ لمریز کال پورې د چلښت وړ وو.په ۱۳۰۴ لمریز کال په افغانی پیسو کې ځینې بدلونونه رامنځته شول، له دې نېټې وړاندې د افغانستان په هره برخه کې د میزان او اندازې بېلابېل واحدونه رواج وو، د کابل من ( اوه کیلو) د افغانستان له نورو هغو سره توپیر درلود او دې توپیر د خلکو لپاره ګڼې ستونزې پیداکړې وې. هغه اصلاحات چې رامنځته شول د افغانستان د وزن او اندازې دودیز ډول پکې متریک سیستم ته واوښت او له دې نېټې وروسته هغه وخت و چې د افغانستان پولی واحد له «روپیه» څخه «افغانۍ» ته بدل شو. تر ۱۳۰۷ لمریز کال پورې چې د امانی دورې د عمر وروستنۍ ورځې وې، د ۵ افغانیو پنځه ډوله، د ۱۰ افغانیو دری ډوله او د ۵۰ افغانیو دوه ډوله نور بانکنوټونه چاپ شول. همدارنګه د امانی دورې په ځینو کاغذی پیسو د هرې پیسې ارزښت پر پښتو او دری سربېره په ازبکی او اردو ژبو هم لیکل شوی و.

د حبیب الله کلکانی یا سقاو د واکمنۍ پړاو

د حبیب الله خان کلکانی په حکومت کې نوې پیسې خپرې نه شوې او هماغه د امان الله خان د وخت پیسې د نوی پاچا له ځانګړی مهر سره بیا ځلې په چلښت کې ولوېدې.

د دې پیسې په مخکینۍ او شاتنۍ برخه دری ډوله مهرونه لګېدلی، هغه پیسې چې پر مخ یې د حبیب الله کلکانی نښان لګېدلی د ۵ افغانیو، ۱۰ افغانیو ۵۰ افغانیو او درې ډوله یوه کابلۍ روپۍ هماغه د امانی دورې کاغذی پیسې دی.

د ظاهر شاه واکمنی او د ملی بانک جوړېدل


په ۱۳۱۲ لمریز کال ظاهر شاه واک ته ورسېد او یو کال وروسته هم د ۳۵ مېلیونو افغانیو پانګې په ارزښت د افغانستان ملی بانک بنسټ کېښودل شو. د دې بانک له تأسیس سره سم د ظاهر شاه د دوران لومړۍ پیسې نشر شوې .دا پیسې د ۲،۵،۱۰،۲۰،،۵۰ او ۱۰۰ افغانی واحدونو کې نشر شوې او د هغه عنوان له « دولت علیه» څخه « دولت شاهی افغانستان» ته واوښت.

په ۱۳۱۸ لمریز کال افغانی پیسې نوی پړاو ته داخلې شوې، په دې کال د عبدالمجید زابلی په وړاندیز « د افغانستان بانک» بنسټ کېښودل شو او د دولت پانګه له ملی بانک څخه دې بانک ته ولېږدول شوه.

د ۱۳۱۸ لمریز کال د سلواغې پر شپږویشتمه نېټه دې بانک د لومړی ځل لپاره د ۲،۵،۱۰،۲۰،۵۰،۱۰۰،۵۰۰ او ۱۰۰۰ افغانیو واحدونه چاپ کړل.

په دې پړاو کې د پیسو پر مخ د پاچا تصویر هم ور زیات شو. په ظاهرشاهی پړاو کې د « شاهی دولت» د عبارت پر ځای « د افغانستان بانک» عبارت ولیکل شو.

په ۱۳۲۷ لمریز کال کې دویمی ځل له یو لړ بدلونونو سره بانکنوټونه چاپ شول. په ۱۳۴۰ لمریز کال د درېیم ځل او په ۱۳۴۶ لمریز کال د څلورم ځل لپاره ظاهرشاهی بانکنوټونه چاپ شول.

د داوود خان د حکومتولۍ پړاو


کله چې په ۱۳۵۲ لمریز کال داوود خان واکمنۍ ته ورسېد نو د پیسو په چاپ کې ځینې مهم بدلونونه رامنځته کړل، د شاهی نښان پر ځای جمهوری نښان ور زیات شو او د کاغذی پیسو پر مخ د ظاهر شاه د تصویر پر ځای د داوود خان تصویر وټاکل شو.

د جمهوری دورې په پیل (۱۳۵۲ کال) کې په یو ځلی ډول او د یو پلان په چوکاټ کې د ۱۰،۲۰،۵۰،۱۰۰،۵۰۰ او ۱۰۰۰ افغانیو بانکنوټونه په بېلابېلو رنګونو کې چاپ شول.

د کمونیستانو د حکومتولۍ پړاو


د کمونیستې حکومت پر مهال د خلق او پرچم ګوندونو هم د افغانستان په کاغذی پیسو کې پراخ بدلونونه رامنځته کړل.

په مخکینیو دورو کې د هر حکومت په بدلېدو سره به د پیسو پر مخ د حاکم یا پاچا تصویر لګېده؛ مګر د کمونیستی حکومت تر ټولو لوی بدلون د پیسو له مخه د پاچا یا حاکم د څېرو لیرې کول وو، د هغه پر ځای د کارګرۍ لکه صنعت او کرهڼې سره تړلی تصویرونه د پیسو پر مخ زیات شول.

د خلقیانو ( نورمحمد تره کی او حفیظ الله امین) د حکومتولۍ پر مهال په ۱۳۵۷ لمریز کال د «خلق» حکومتی نښان د پیسو پر مخ ولګول شو؛ خو د پرچمیانو له راتګ سره په ۱۳۵۸ لمریز کال د لومړی ځل لپاره د افغانستان د مرکزی بانک رسمی نښان ( د افغانستان بانک) د پیسو پر مخ د حکومتی نښانونو ځای ونیو.

دا کړنلاره په نورو پړاوونو کې هم همداسې پاتې شوه او تر دې مهاله د افغانستان بانک رسمی نښان د بانکنوټونو پر مخ لیدل کیږی. د کاغذی پیسو کوچنی کېدل د کمونیستی حکومت یو بل بدلون و چې د پیسو په برخه کې رامنځته شو.

د مجاهدینو واکمنی


په افغانستان کې د مجاهدینو له واکمنېدو سره بیا هم د پیسو په بڼه کې نه یواځې بدلونونه رامنځته شول؛ بلکې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې یې ارزښت په بې ساری ډول راټیټ شو.

د پیسو د ارزښت ټیټوالی او له پشتوانې پرته د پیسو چاپ په بازار کې د پیسو د حجم د زیاتوالی سبب شو چې په پایله کې یې د ۵۰۰۰ او ۱۰۰۰۰ افغانۍ بانکنوټونه هم د لومړی ځل لپاره د کاغذی پیسو له ډلې سره یو ځای شول.

د مجاهدینو د واکمنۍ پر مهال څرنګه چې د افغانستان بېلابېلې برخې د بېلابېلو ډلو له لوری اداره کېدې، واحدې پیسې هم خپل ځای دوه ډوله پیسو ته چې د ارزښت له پلوه هم متفاوتې وې پرېښود.

د هغه پیسو سربېره چې د برهان الدین ربانی د حکومت له لوری په کابل کې خپرېدې، د جنرال دوستم په مشرۍ نظامی ډلې چې د هېواد په شمالی برخو کې یې واک درلود په هماغه بڼه او رنګ پیسې خپرولې او بازار ته یې وړاندې کولې چې په بازار کې د «دوستمی» پیسو په نوم پېژندل کېدې او د کابل د پیسو په پرتله یې لږ ارزښت درلود.

خلکو به دا پیسې د ډېرو کوچنیو بدلونونو لکه د رنګ په برخه کې شته تېروتنې او پرلپسې ګڼې له مخې پېژندې. د مجاهدینو د دورې پر مهال کله چې د پیسو ارزښت راولوېد نو سکه هم د پیسو له جریان بهر شوه.

د حامد کرزی د حکومتولۍ پړاو


په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال هېڅ پیسې چاپ نشوې او هماغه د مجاهدینو د وخت پیسې د چلښت وړ وې؛ له طالبانو وروسته د حکومت په لومړی کال هم هماغه د مجاهدینو د دورې پیسې رواج وې.

تر ټولو لوی ګام چې په نوې دوره کې د پولی ثبات او انفلاسیون د کنټرول په موخه واخیستل شو، د پخوانیو پیسو راټولول او د نویو پیسو چاپېدل وو.

په دې دوره کې هره نوې افغانۍ له زر افغانیو سره بدله شوه، دې کار د انفلاسیون له کنټرول او د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ د ارزښت له زیاتوالی سره ډېره مرسته وکړه.

د یوې، دوه او پنځه افغانیو په ارزښت بانکنوټونو چې د مجاهدینو له واکمنۍ راپدېخوا د پیسو له جریان وتلی وو بېرته رواج وموند؛ خو د پنځه زره او لس زره بانکنوټونه د پیسو له جریان بهر شول. د دې دورې په کاغذی پیسو کې د لومړی ځل لپاره ځلېدونکې ‌ټوټې او هولوګرام ګرافونه د جعل د مخنیوی په موخه د پیسو پر مخ ور زیات شول.

اړوند مطالب


کاغذی موټر جوړ شو


د افغانیو په وړاندې د افغانستان بانک بې کفایتی


د کاغذی پیسو یا بانکنوټ تاریخچه/ ژباړه: شفیق الله یوسفزی


هلمند کې کرونده ګرو ته د کوکنارو پر سر اخیستل شوې پیسې بېرته ورکړل شوې

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=55837

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *