په افغانستان کې ولی جګړه ده؟

  • خپرول: ۱۲ حوت ۱۳۹۶
  • نوملړ: لید لوری او مقاله
  • د خبر شميره: 48008

پیژندنه
په دې مقاله کې پر دې بحث شوی چی په افغانستان کې ولی جنګ دی، او کله به ختم شی، ایا د افغانستان جغرافیوې موقعیت زموږ بدبختی که نیکمرغی ده، د افغانستان اوسنۍ بحران په څّه کې دی، د پاکستان دوه مخی سیاست، او په ۲۰۱۴ م کال کې په افغانستان کې څنګه نړۍوال سیاست تغیر وکړی د افغانستان په بهرنی سیاست کې څه ستونځی او مشکلات شته؟ دا یوه تحلیلی او څېړنیزه مقاله ده، چی دکتابخانئ روش پراساس باندی لیکل شوی. ټول معلوماتواوارقام یې د خارجی او داخلی کتابونو او ورځپاڼوڅخه راټول شوی او په ضمن کې د هغه تیوریانو څخه استفاده شوی چی پر نړۍوالو اړیکواو بین المللی سیاست باندی حاکمی دی.
د افغانستان تاریخ او جغرافیوی موقعیت اهمیت
افغانستان د اسیا د (سویس) په نامه یادیږی که څه هم بعضی خصوصیات یې سره ورته نه دی، خو دنګ غرونه، د بحر څخه لیری والی، د قومونو او ژبو تعدود یې سره ورته دی. د افغانستان د جیوپولیټیکې اهمیت د اثبات لپاره همدا کفایت کوی چی ووایو د پیړېو په اوږدو کې پرهندوستان باندی د افغانستان د لارې شپږویشت ځله حملې شوی دی. د افغانستان دلارې پرهند باندی دحملې نظریه دلومړۍ ځل لپاره د کوروش سره په کال (۵۲۱) ق- م کې پیدا شول، د هغه څخه وروسته داریوش، سکندر مقدونی چی اولین غربی هم ؤ حملې وکړی، انوشیروان، سلطان محمود غزنوی، غوریان، مغولې چنګیزخان په (۱۲۰۴) م ، ګوډ تیمورپه (۱۴) مه پیړۍ کې، سلطان ظهیرالدین بابرپه (۱۶) مه پیړۍ کې، نادرافشارپه (۱۸) پیړۍ کې اوددوې څخه وروسته اته واره داحمدشاه بابا حملې دیادولو وړدی. اروپایانوهم دهندوستان ونیولوته د۱۵ پیړۍ راهیسی سترګی نیولی وی خو لاره یې نه شوه موندلای، لومړی ځل کریسټیف کُلمب د هسپانویانو په کمک په کال ۱۴۹۲ کې د بحر دلارې دهند دپیداکولو پخاطردسفرموزی په پښه کړی بلاخره لار ورڅخه غلطه شول د هند پرځای یې دامریکا لویه وچه کشف کړل. شپږکاله وروسته د هند دبحره لار (واسکودګاما) کشف کړل. په شپاړسمه پیړۍ کې پرتګالیان دهند پرغربی سیمو مسلط شول په ۱۶۰۲ کې یې یو شرکت جوړکړی مګر ډیر ژرددوې ځای هالنډیانوونیوې ددوې څخه وروسته دغربی هېوادونو دپاره لار پرانیستل شول. دپرتګالیانو څخه دسیلان سیمه هالنډیانواو له دوی څخه بیا انګریزانو ونیول، په کال ۱۵۹۹ م کې د هند شرقی کمپنۍ تائسیس شول. فرانسویانو بیا بمبی او کلکته پلاس کې وه خو انګریزانو د اووه کلن جنګ وروسته د فرانسویانو څخه ونیول په ۱۸۵۶ کال کې انګلیسیانو دهندشرقی کمپنۍ وتړله خو په لندن کې یې دهند د کنټرول او ادارې لپاره یو ځانګړی وزارت په لندن کې جوړ کړی او انګریزانو هندوستان کاملا په خپل تصرف کې واخیستۍ.
دافغانستان جغرافیوې اوجېوپولیټیکې موقیعت،دلوړواو ځواکمنوغرونولړۍ تل دهندوستان اومنځنې اسیالارې تهدید کړیدی.په نولسمه او شلمه پیړۍ کې انګریزانو پر افغانستان درې ځله حملې کړی دی لومړې یې په ۱۸۳۹ م کال، دوهمه یې په۱۸۷۹ م کال او دریمه یې په ۱۹۱۹ م کال کې وشوه چی له کبله یې افغانانو خپل ازادی هم ترلاسه کړل، دا درې سره جګړې په اصل کې د روسانو او انګریزانو ترمنځ دزور ازمایل وه، قربانیان یې افغانان وه. د شاه زمان په دوره کې د افغانستان بهرنۍ اړیکې دروسیې او فرانسې سره وې. شاه زمان ، ناپلیون او دتزاری روسیې پادشاه درې واړو پرهندوستان دحملو قصد درلودلې ،خو دیوه ارمان هم پوره نه شو. شاه زمان ته داخلی اوهم بهرنۍ دسیسی جوړی شوی دواکه لیری شو. خو پرمیدان باندی روسان او انګریزان پاته شول. روسانو غوښتل چی اول منځنی اسیا بیا افغانستان اووروسته هندته ځان ورسوی، انګریزان پوهیدل چی دروسانو ستراتیژی دهند ګرمو اوبوته دځان رسول دئ. نو ځکه روسانو او انګریزانودواړو (Forward Policy) یا دوړاندی تګ فالیسۍ غوړه کړلې پدی معنی چی انګریزانو او روسانو دواړو ځانونه دافغانستان ترپولو راورسول، او یوه لویه لوبه یا (Great Game) شروع شو. روسانو ګرمو اوبو ته دځان رسول غوښتل او انګریزانو ددوی مخه نیول. دلته سوال دادئ چی ولی روسانو او انګریزانو یو دبل مخه نیول؟ دری دلایل وړاندی کولای شو: لومړی: په سیاسی لحاظ دروسانو مخته راتګ انګریزانو دهند لپاره ستر ګواښ باله.دوهم په ستراتیژیک لحاظ انګریزانو نه غوښتل چی بیله دوی څخه دی بل څوک ګرمو اوبو ته ځان ورسوی کنه ددوی حیثیت یې ننګاوه. دریم: که چیری روسانو ګرمو اوبوته ځان رسولی وای، نو دانګریزانو اقتصادی ګټې یې ننګولې.
انګریزانو ته هرات، کندهار او کابل د هندوستان د کلۍ اهمیت درلودې انګریزانو تل کوښښ کاوه چی روسان نه باید، کندهار، کابل او یا هرات ونیسی، خصوصا هرات د روسانو او انګریزانو د منازعاتو اصلی محورؤ. دهرات د اهمیت په اړه جنرال سکوبیلوف (Skobeloff) وایې چی که یوه اروپایې ټولۍ هرات ونیسی هند به ټوله په لړزه شی نوموړی زیاتوی چی هرات نه تنها د هند د نیولو دروازه بلل کیږی بلکې په نظامی لحاظ یومستحکم سنګراود افغانستان محافظ دی. انګریزانو به ویل که چا هرات ونیوې غیرله دې چی موږ ټک پر وکړو باید تسلیم شو پدی خاطر چی هرات حاصلخیزه ځمکه لری هر قوت کولای سی چی خپل سل زره عسکرواو آسانو ته اذوقه برابره کړی. انګریزانو پدی خاطر دا خبره کول چی په هغه وخت کې د کسپین څخه ترهند پوری هیڅ داسی موقیعت چی ورته خصوصیات لکه هرات درلودلای وجود نه درلود.
پرافغانستان باندی دروسانویرغل (۱۹۷۹) م
روس دتزاریانو دلوی پیټر یا (Peter a Great) د وخت څخه نیت درلودلې چی لومړی به منځنۍ اسیا ورپسی افغانستان او بیا به دهند بحرته لاره پیدا کوی.ترهغه وخت پوری چی دهند دبحر لاره پیدا کیدل ټولو استعمارګرو همدا یوه وچه یعنی دافغانستان لاره لیدلی وه چی ځان دهندوستان ګرمواوبو ته ورسوی، اوکله چی هندداټوم بم خاوند شو نو دهندوګرمواوبوته ځان رسول یې ناممکن کړل. دا چی ولی روسانو پر افغانستان حمله وکړل زما په نظر یو قوی دلیل یې دا ؤ چی روسانوغوښتل دکمونیزم دنفوذ ساحه پراخه کړی، دخلقیانو د حکومت حمایه او دامریکا سره ایډیالوژیکه جګړه وکړی، اوبرعکس امریکا هم دروسانوسره نه تنها چی په افغانستان کې شکیل شول بلکی دنړۍ په ګوټ ګوټ کې دوی یو له بل سره په ساړه جنګ بوخت شول، چی ځینی بیلګې یې په لاندی ډول دیادولو وړ دی.
لومړی: امریکا په غربی اروپا کښی دمارشال پلان تطبیق دروسانو په مقابل کې ؤ، برعکس روسانو په شرقی اروپا کې خاصتا په چکسلواکیا او مجارستان کې کمونیستی نظامونه په کال ۱۹۵۶ او ۱۹۶۸ کې په زور تحمیل کړل.
دوهم: د چین په کورنېو جګړو کې د (ملی چین) د ملت پالو سره امریکا مرستې کولې خو د (کمونیستی چین) دجګړه مارو سره روسانو مرستی کولای دچین د کورنېو جګړو په نتیجه کې په ۱۹۴۹ م کال کې مائوتسه وشوه کولای چی د حکومت واګی په لاس کې واخلی او یو کمونیستی دولت یې تائسیس کړی. په ۱۹۵۰ م کال کې سټالین او مائو یو له بل سره د متقابلو مرستو ژمنی هم وکړی. روسانو په ۱۹۴۹ م کال کې اټومی ازموینه وکړل چی پدی ترتیب روسان د امریکا سیالان شول.
دریم: شمالی ویتنام روسانوحمایه کاوه اوجنوبی ویتنام امریکایانو، دویتنام په جګړه کې دامریکا ۵۸,۰۰۰ اته پنځوس زره عسکر مړه شول وروسته یې ماته وخوړل. موریخین وایې چی امریکا دروسانو څخه خپل کسات دافغانستان د یرغل پروخت واخیست، په پایله کې روسان هم دماتی سره مخ او دافغانستان څخه ووتل، داسی ویل کیږی چی امریکا هم په افغانستان کښی همدا اوس دماتی له ګواښ سره مخ ده. په هر صورت داچی امریکا ولی پرافغانستان باندی دروسانو دحملې خلاف وه یا په بل عبارت امریکا ولی دافغان مجاهدینو سره دروسانو په ماتی کې مرسته وکړل؟ لاندی دلایل موجود وه:
لومړی: پرافغانستان باندی دروسانو حملې د امریکا نړیوال ځواکمنتوب تر پوښتنی لاندی راوست.
دوهم: امریکا تازه یو بل ستراتیژیک همکار (ایران) په ۱۹۷۹ کې دلاسه ورکړی ؤ یعنی (درضاشاه حکومت ړنګ شوی ؤ). درېیم: دامریکا یو بل متحدهېواد پاکستان دهند په وړاندی ماته خوړلی وه او د بنګلدیش په نوم خاوره په ۱۹۷۱ م کال کې ورڅخه جلا شوی ؤ پاکستان په یوه کمزوی حالت کې شپی اوروځی تیرولې. کله چی روسانو په ۱۹۷۹ م کې پر افغانستان حمله وکړل د امریکا رئیس جمهور (جیمی کارتر) د پاکستان په توسط، وافغان مجاهدینو ته مرستی ور کړلې ترڅود شوروی دسره پوځ سره وجنګیږی، نتیجه دا شول چی روسانو ته تاریخی ماته ورکړل شوه دوی په کال ۱۹۸۹ کې ووتل اودوه کاله وروسته روسیه تجزیه شول څوارلس هېوادونه لکه (ارمینیا، اذربایجان، بیلاروس، ءستونیا، جورجیا، قزاقستان، قرغزیستان، لیتوانیا، لیتونیا، مالډوا، تاجکستان، ترکمنستان، اوکراین او ازبکستان) ورڅخه جلا شول. د روسیې په ټوټه کیدلو سره سوړ جنګ ختم شونړیوال نظام یو قطبی، اوامریکا یو نړۍوال قدرت شو، ددې نه وروسته امریکا افغانستان ته شاه کړل مجاهدین دقدرت پرسرسره جوړ نه شول چی یوه نوی پدیده یې دطالب په نوم وزیږول.
دروسانو دوتلو څخه وروسته ولی په افغانستان کښی جنګ و؟
دا جنګ پر دو برخوویشو: لومړی (کورنۍ جګړه) دوهم (نیابتی اقتصادی جګړه)
لومړی: کورنۍ جګړه
دروسانو دوتلو څخه وروسته مجاهدینو ډاکټر نجیب الله مجبور کړچی استعفا وکړی ترڅودوی واک ته ورسیږی اوددوې په قول یواسلامی حکومت جوړ کړی، خو پخپلو کې سره جوړ نه شول کابل یې دخاورو سره خاورې کړ.
دوهم: نیابتی اقتصادی جګړه چا او دڅه شی لپاره کول؟
ددی نیابتی جګړې اصلی لامل دنورو لاملونو ترڅنګه دګازوددونل لیکودلارې دعُبورپرسرباندی وه! لومړی لاره دا چی ترکمنستان به خپل ګاز دافغانستان دلارې پرهندوستان اوپاکستان باندی پلوری.دوهمه لاره دا وه چی ایران به خپل ګازپرهندوستان اوپاکستان باندی پلوری. یا په بل عبارت ترکمنستان غوښتل چی خپل ګازدافغانستن دلارې پرجنوبی اسیا خرڅ کړی او ایران غوښتل چی خپل ګازدایران لارې پرجنوبی اسیا وپلوری.دلومړۍ پروژی نوم ټاپی ( TAPI)اوددوهمی پروژی نوم(IPI) نومول شوی وه.
دشوری اتحاد دړنګیدو(۱۹۹۱ م) څخه وروسته دمنځنی اسیا دهېوادونوپه منځ ته راتګ سره په منطقه کې دسیاسی لوبو یو نوی باب پرانیستل شو.منځنۍ اسیا دطبعی منابعو خاصتادګازوسرشاره سرچینې لری او په سویلی اسیا کې بیا پاکستان او هندوستان هغه هېوادونه دی چی دګازو دقلت او کمښت سره تراوسه لاس اوګریوان دی. دبله طرفه پاکستان اوهندوستان د کشمیرپرسرهم سخت اختلافونه یوله بل سره لری.پاکستان غوښتل دطالبانودنفوذڅخه په استفادې امریکا ته په منځنې اسیا کښی دنفوذزمینه مساعده کړی،ترڅووکولای شی چی ځانته یوحامی پیداکړی.نصرالله بابردبینظیربوټودوخت دکورنیوچارووزیرؤ نوموړی وآغلې(بوټو) ته وویل چی که امریکائی کمپنۍ دترکمنستان پرګازوباندی پانګونه وکړی اویوه (جوړییزه) نل لیکه دهایدروکاربن دترکمنستان څخه هرات، کندهار وروسته بلوچستان بیا هندوستان اودهغه نه وروسته لیری ختیځ ته وغځوی دیوه طرفه به امریکا منځنی اسیا ته لاس رسی ولری دبله طرفه به پاکستان دامریکا په څیردیوه ستراتیژیک همکارزړه لاسته راوړوی، ترڅو زموږسره دکشمیرپرلانجه دهند په مقابل کې ودریږی.همداؤچی دنویمو کلونوپه منځ کې دامریکا دکامبریج دانرژی ګروپ په افغانستان کې دیُونیکال شرکت له لوری دګازودنللیکې (یعنی داوسنۍ ټاپې پروژې) دامکان ارزونه پیل کړل.
هندوستان کوښښ کاوه چی پاکستان دامریکا سره دومره نژدی او ژوری اړېکې ونه لری نوځکه یې دپاکستان دنفوذ مخ نیوی کاوه دبله اړخه هندوستان ویره درلودل چی که پاکستان د منځنۍ اسیا سره نژدی شی دمنځنی اسیا هېوادونه مسلمانان دی داسی نه شی چی پاکستان هغوی دهندپر وړاندی ودروی. په همدی وجه هندوستان خپل روابط دایران سره ټینګ کړل ترڅو دکشمیرپه مسله کې یا ددوی ملاتړوکړی یا هم حداقل بیطرفه پاته شی، او همزمانه یې د امریکا بندیزونه د ایران په وړاندی وغندل. روسان هم بی تفاوته پاته نه شول اعلان یې وکړی چی دوی به هیڅ چا ته اجازه ورنه کړی چی ددوی دعدم موجودیت یا هغه سیاسی خلا چی په منځنۍ اسیا کې دروسانو دنه شتون په وجه رامنځته شوی وه بل څوک ډکه کړی.نوځکه له ترکمنستان څخه پرته د سیمې اکثریت هېوادونو لکه (روسیې، هندوستان، ازبکستان، او ایران)دټاپې دپروژې دعملی کیدو مخالفت کاوه اودافغانستان دشمالی ټلوالی څخه یې کلک ملاتړوکړی ایران دافغانستان په کورنېوچاروکې لاس وهنی پیل کړی طالبان یې داهل تشیع په وژلواوشکنجه کولو متهمول اوعملا یې دوحدت،جنبش اوجمیعت اسلامی ګوندونو سره مالی مرستی کولی. دیادولو وړده چی دټاپی پروژې دعملی کولو لپاره طالبانوهم ډیری منډی وکړی، ترکمنستان ته یې څو واره سفرونه وکړل خو ددوی هیلې هغه وخت په سیند لاهوشوې کله چی دالقاعده شبکې په ۱۹۹۸ م کال کې په کینیا او تانزانیا کې دامریکا پرسفارتونو باندی مرګونی حملې وکړې، د دغه بریدونو څخه یوه ورځ وروسته د امریکا یُونیکال کمپنۍ اعلان وکړی چی دوی ددغه پروژۍ څخه تیردی. طالبانو خپلی پښې پخپله په خپل تبر باندی ووهلې داسی ویل کیږی چی که طالبانو القاعده ته ځای نه وای ورکړی دامریکا یُونیکال کمپنۍ دټاپی پروژه په هغه وخت کې لاعملی کول. طلبانو په دوه زرم کال کې په دو دلایلو باندی په افغانستان کې دتاریاکو کرکیله بنده کړل لومړی دا چی اسلامی اوغربی نړۍ ته خپل زور وښیی، دوهم دا چی امریکا خوشحاله کړی ترڅو بیرته دیُونیکال کمپنۍ سره Negotiation وکړی او دټاپې پرپروژۍ کار شروع کړی مګر هغوۍ رد کړل. ایران بیا همزمانه هم دټاپې دپروژې دعملی کیدو مخ نیوی کاوه او هم یې د یوې اسټرالیایې کمپنۍ (‌Broken Hill Petroleum Corporation) سره پر هغه طرحه کار کاوه چی له مخی به یې دایران دګازو نللیکه جوړوی ترڅو ددوی ګازدایران څخه پاکستان، هندوستان او وروسته قطر ته ولیږدوی خو د (بروکن هیل پیټرولیم کارپوریشن) کمپنۍ په رهبرۍ کې تغیرات راغلل او پروژه یې پاته شول. په ۱۹۹۲ کې د Chyoda Corporation په نامه کمپنۍ هم داسی یوه پروژه طرحه کړل چی دمدیترانی دلاری به هندوستان، اروپا اوشمالی افریقاته دګازونللیکه وغځوی، دمنځنی ختیځ اوهندوستان دپروژی مصارف ۳۸ بیلیونه ډالر اټکل شوی وه د ۱۹۹۳ کال د سپټمبرپه میاشت کې دغه کمپنۍ د جنوبی اسیا لپاره جوړشوی پلان لغوه کړی او دې پروژې هم عملی جنبه خپله نه کړل.
دافغانستان اوسنۍ بحران (۲۰۱۷-۲۰۰۱) په څه کې دئ؟
دبُن کانفرانس
په ۲۰۰۱ لومړی کال کې دطالبانو دنسکورېدو وروسته په ټول هېواد کې یو څه نسبی امنیت ټینګ شو خو دوام یې ونه موند.ځینی سیاسی شنونکې دافغانستان اوسنۍ بحران د بُن دکنفرانس څخه ګڼی ځکه ملی بنسټونه دولس او ملت پرځای دقومونوپر بنسټ ودریدل او بیا دقومونوپه نامه ټیکه داران وپالل شول،دبله اړخه په نوموړی کنفرانس کې دو مهمو متخاصمو ډلو (طالبانو او دحکمتیارحزب) ته دعوت ورنه کړل شو، همدا لامل شو چی په هېواد کې بیا جګړی ته لاس واچول شو، ترهغوپوری چی ورځ په ورځ دافغان دولت اود ناټودقواوودسرتیرومرګ ژوبله زیاتیدله نوځکه سولی ته میلان هم زیات شو.په عراق کې هم ورته عمل وشو اوباما دخپل کاری دورې په لړ کې ومنل چی په عراق کې سُنیان دحکومته وایستل شول او اهل شعیه پرسردقدرت شول، یعنی انډول په پام کی نه و نیول شوی.
اداری فساد
په افغانستان کې اداری فساد یوه بله ننګونه ده، د ۲۰۰۱ لومړی کال راهیسی افغانستان ته دامریکایانو په راتګ سره پریمانه پیسی افغان دولت ته دبیارغونی لپاره وکړل شوی خو په صحیح ډول مدیرت نه شوی په همدی وجه افغانستان په اداری فساد کې په ۲۰۱۵ م کال کې دنړی دوهم مقام خپل کړی. په اداری فساد کې دافغان دولت تر څنګ بهرنیانو هم ستررول درلودلی دی.
دقانون نقض
کله چی په یوه هېواد کې قانون حاکم نه وی اوعدالت پلی نه شی حق وحقدار ته نه وی رسیدلی د ملت اعتماد پر دولت باندی کمیږی. پدی مملکت کې ترډیره قانون ددولت اوزورواکانولخوا ترپښولاندی شوی دی ښه مثالونه یې دجنرال دوستم او داحمد ایشچی، دعطا محمد نور او اصف مومند قضې دئ.اغیزمن دولتونه دخلګودهوساینی لپاره کارکوی، دکمزورو دولتونوځانګړتیا داده چی دبې قانونۍ، ادرای فساد، دمخدره موادوسره په مبارزه کې پاته وی،غربت له ګنټروله وتلی وی اوعدالت په پیسو رانیول شی.
مخدره مواد
مخدره مواد دتروریزم په رشد او وده کې تر ټولو ستره منبع ده. د افغانستان د مواد مخدرو پر ضد د مبارزی معینیت په ۱۳۹۲ هـ ش کې د جوزا پر پنځم تاریخ باندی په یوه کنفرانس کې وویل چی تروریزم د قاچاقو او مخدره توکود عوایدو څخه تمویلېږی. دسیګار اداره وایی چی په دوه زره شپاړسم کال کې دمخدره موادو عواید دوه میلیارده ډالره وه. ملل متحد وایی چی افغانستان په ۲۰۱۶ م کال کې دټولی نړۍ ۸۰ % تاریاک تولید کړی دی.دهندوستان ټایمز یوی مجلې دروان کال داګست په میاشت کې وویل چی په افغانستان کې طالبان د هیروئنوپر تولید کنټرول لری چی زیاتره یې په هلمند کې دئ. دافغانستان په قاچاقو کې امریکایان هم ستررول لوبوی دامریکا د(ویټرنز ټوډې) اجرائیه مسول (جیمزډین) وایې چی په امریکا کې تربل هر وخت دنشه یی توکو په ځانګړی ډول دهیروئینوبازار تود دئ په امریکا کې یو تحلیل دادئ چی دافغانستان نشه یې توکې دامریکا یې پوځیانو او دهغوی دقراردادیانوپه واسطه انتقالیږی او هلته په انتخاباتی کمپاینونواو د(CIA) پر پټو عملیاتو مصرفیږی، مسکو هم دامریکا او ناټو مبارزې ته دکوکنارو په وړاندی دشک او تردید په سترګه ګوری مسکو وایې چی امریکا مستقیما دتاریاکوپه قاچاق کې لاس لری.
یوه خبره ډیره واضح ده چی جنګ ترټولو ستر مالی او ځانی مصارف غواړی دافغانستان ددولت ټول وسلوال مخالفین دخپل جنګ مصارف دهمدی تاریاکو دپیسو،عشر، زکات او دبهرنیواستخباراتودمنابعو څخه پلاس راوړی.
دملی وحدت حکومت
دجان کیری په منځګړیتوب د ملی وحدت د حکومت په رامنځته کیدوسره په افغانستان کې یو نوی بحران رامنځته شو،مختلفی کاری اجنډاوی، سلیقوی برخوردونو او موازی حرکتونو دپرمختګ او اداری اصلاحاتو مخه ډب کړل. وزارتونه په قومونو وویشل شول، نوی شوراګانی او ائتلافونه لکه د(حراست شوری)د سیاف په مشری د(افغانستان دژغورنی ائتلاف) دعطا محمد نور، محمد محقیق، جنرال دوستم او صلاح الدین ربانی په مشری په ترکیه کې او د (افغانستان دخلګو نوی محور) سیاسی بنسټ دنبیل، ډاکټرسپانتا او دکرزی صاب دوخت ځینوشړل شویو وزیرانو، والیانو، سناتورانو اووکیلانو په مشری جوړ شول. سیاسی ارواح پوهنه وایې پاک نفسه، دعلم او لیاقت خاوندان په سختی سره دقدرت لوړو څوکوته رسیږی، خو که داسی وشی بیا نوپه اسانۍ سره کولای شی چی دخپلو خلګو په زړونوکې ځای ونیسی، مګر کله چی دوې په نوی تشکلاتو، قوانینو او اصلاحاتو شروع وکړی په داخل دنظام کې دیوې خاصی ډلی لخوا دمخالفتونو اوستونزو سره مخ کیږی، مخالفان به ئې هغه کسان وی چی په مخکینوحکومتونو کې په یوه نسبتا اسانه طریقه جذب شوی وی، دقانون څخه دتیښتی اسانه لار او یا په مجموع کې دپخوانی سیستم سره راحت وه ځکه وضعیت ددوی په نفعه ؤ. او یا هم کله کله نوی اصلاحات داسی وی چی بشرذاتا په اسانۍ سره غاړه نه ورته ایږدی.تنها نوی اصلاحات دهغه بی طرفه خلګو په ګټه دی چی پدغه تغیراتو کې ددوی دژوند حال اواحوال دپخوا په نسبت ښه کیدلای شی.په ټولنه کی دتغیراتواواصلاحات دپلی کوی دوې طریقې موجودی دی.لومړیدعذراوخواهش لاره،دوهم دزوردلارې داصلاحاتوتطبیق.دافغانستان په سیاسی ژوندانه کې دوخت حاکمانو او ددولت زمامدارانو دهېواد چاری په دو طریقو مخته بیولی لومړی دقوانینو پراساس او دوهمه دزور دلارې. لومړی طریقه انسانی ده خو دوهمه یې دانسانیت څخه لږ لیری ده. خولومړی طریقه پدی مملکت کې ناکامه او دوهمه یې لږدخطاسره مخ شوی ده.فرضا په تیرو شپاړس کلونو کې دولت ندی توانیدلی چی دکوکنارو کښت په زارعینو باندی بند کړی، برعکس دطالبانو په حکومت کې دملامحمد عمر په یوه امر باندی بند کړل شول، او بدیل دمعایشت یې وهل، ټکول، مخ ورتورول وه. په ۲۰۰۴ میلادی کال کې ددوستم او عطا محمد ترمنځ کړکیچ زورواخیستی دوستم غوښتل چی پرفاریاب ولایت حمله وکړی حتی دکرزی صیب دوخت والی دولایته وتښتیدې زلمی خلیل زاد کوښښ وکړی چی دافغان حکومت او دوستم ترمنځ منځګریتوب وکړی خو دوستم دخلیل زاد عذر ونه منۍ حتی دوستم خلیل زادته وویل چی تاسی امریکایان به په کفنونوکې واستوم، تاسو به ترویتنام بدتره کړم پدا بله ورځ زلمی خلیل زاد د“ډیکوګراشیا” دپوځی اډې څخه دوې د B-1 بم غورځوونکی الوتکی راوغوښتلی او ددوستم دکورپرسرباندی یې غوږ چوونکی اوازونه پورته کړل خو کوم بم یې پری خطا نه کړ، دوستم یوه ورځ وروسته تسلیم او دخبرو لار یې غوره کړل. په کومه ورځ چی ولسمشرغنی دافغانستان په ملی تدارکاتوکی اصلاحات راوستل او هغه شرکتونه یې لغوه کړل چی په جعل او تزویرکې یې لاس درلود دهغوی دجملې څخه یو هم دعطامحمد نور او دده دمیرمنی و، عطا محمد نوردروان کال داسد په میاشت کې واشنټن پوسټ ویلی وه چی که دملی وحدت حکومت دده غوښتنوته پام ونه کړی ددولت په فلجولوپه لاس پوری کړی، افغان دولت په هغه ورځ باید دغه خبره (ددولت فلجول) سنجولی وای. یو حاکم، شاه یا دولت مشر باید تل دزمری په څیر قوی او د ګیدړی په څیرچالاکه وی یوازی قوت یا توان درلودل په سیاست کې دناکمۍ سبب ګرځی ځکه زمری که څه هم ځواکمن وی خو په دام کی دلویدلو چانس یې ډیروی. کله چی عطامحمد نوروویل چی دی دولت فلجوی دهغه ورځی څخه ترنن پوری یې ثابته کړل چی فلجوی یې مثلا: د روان کال داسد د میاشتی پرلسم تاریخ ئې په مزاره کی یوه لویه غونډه وکړل دتخار، بغلان او بدخشان خلګ ئې راټول کړل محمد محقیق، باتوردوستم او صلاح الدین ربانی پکې ګډون وکړی، دهمدی میاشتی پر اوولسم تاریخ یې واشنټن پوسټ ته وویل چی مهمی دولتی ودانۍ او هوایې ډګرونه به ونیسی، یوه هفته وروسته یې دمزاری شریفی په هوایئ میدان کې اصف مومند ونیوی غوږ یې ورپری کړی، لس ورځی وروسته یې دسمنګان ولایت ته سفر وکړی هلته یې عبدالکریم خدام ته وویل چی ارګ زموږپه وړاندی توطئې جوړوی ته هم یاغی سه موږ په یوه مکتوب باندی نه یو والیان شوی نه هم برطرفه کیدلای شو. پنځه میاشتی وروسته یعنی د دلوی په میاشت کی یې دسمنګان والی ته وویل چی زه دشولګری او دولت اباد ولسوالان تغیراو تبدیلوم لږ غیرت وکړه هیڅوک هیڅ نه شی کولای ته هم خپل بغاوت اعلان کړه، کله چی افغان دولت والیان تغیراو تبدیل کړل خدام هم دعطامحمد نورپه څیر یاغی شو. د ښاغلی کرزی صیب په وخت کی جنرال دوستم د ترک تبارانواکبربای کورته ورواوښتۍ بی عزته یې کړی که په هغه ورځ کرزی دوستم ته جزا ورکړی وایی نن به یې ایشچی ته کاږه هم نه وای کتلی.لهذا دزورڅخه کار اخستل هغه وخت ناسم وی چی په هغه مملکت کې ټول خلګ قانون، ادب، اخلاقو او داوامرو څخه اطاعت ته وفاداره وی.
دافغانستان په بهرنی سیاست کې دتوازن نه شتون
دافغانستان په بهرنی سیاست کې دتوازن نه شتون یوه بله ننګونه ده، دپاکستان پخوانی ولسمشر پرویزمشرف په خپل یوه مرکه کې په ډاګه وویل چی دوی د دوه زره لومړی کال وروسته ځکه دطالبانو څخه ملاتړته مخه کړل چی کرزی صاب دپاکستان پرځای دهند سره اړیکې زیاتی کړی. برعکس ولسمشر غنی بیا دملی وحدت د حکومت په لومړیو شپږو میاشتو کې دپاکستان سره اړېکې زیاتی کړی پدغه اولوشپږومیاشتوکې هیڅ افغان چارواکی هند ته رسمی سفرنه دئ کړی، کله چی افغان حکومت دپاکستان څخه نااُمیده شو وروسته یې دهندوستان سره تماسونه زیات کړل.
دپاکستان دوه مخی سیاست
دپاکستان دوه مخی سیاست ددې باعث شو چی امریکا، نړۍ او افغانستان یوه نیمه لسیزه وغولوی. همدا وجه وه چی امریکا په خپلې نوی ستراتیژۍ کې چی ددوه زره اوولسم کال د اګست دمیاشتی پریووشتم تاریخ اعلام کړل وپاکستان ته نور دصبر کاسه ډکه شول ډونالډټرمپ وویل چی امریکا دپاکستان سره ډیرې مرستې وکړی، مګرپاکستان تروریستانوته امن ځایونه ورکړی وه، پاکستان باید دا وضعیت ته تغیر ورکړی کنه ډیر شیان به دلاسه ورکړی.ټرمپ وویل چی نور ددې وخت رارسیدلی چی پاکستان دمدنیت نظم او صلحې لاره خپله کړی. دامریکا په دې ستراتیژۍ کې هند یو کلیدی امنیتی او اقتصادی شریک وګڼې او زیاته یې کړل چی هند او امریکا به دواړه په جنوبی اسیا اومنطقه کې دصلحی او امنیت راوستلو لپاره هلی ځلی کوی.دپاکستان دملی امنیت شوری دښاغلی ټرمپ دخبروپه غبرګون کې وویل چی دامرستې نه وې بلکې دادپاکستان دحریم څخه داستفادې پیسې وې. افغانان پخواهم پوهیدل چی دافغانستان دجنګ اصلی اورلړونې پاکستان دئ دافغانستان پخوانی ولسمشر(حامد کرزی) دخپل حکومت په دوران کې څو-څو ځله وویل چی دتروریزم سره مبارزه دافغانستان په کلو اوبانډو کې ستره اشتباه ده، اوامریکا باید دتروریزم ځالی په پاکستان کې ولټوی. پاکستان هرځل دټولې نړۍ تورونه رد کړی چی ګواکې تروریستان په پاکستان کې پټ دئ اما دالقاعدې مشر اسامه بن لادن او دطالبانو مشر ملااخترمحمد منصوردواړه په پاکستان کې دامریکایانو لخوا ووژل شول. امریکا پدی هم پوهیږی چی پخواچین، روسیه، ایران، هند او پاکستان ورسره همغږی وه خو اوس بیله هندوستان څخه نور ټول دامریکا دحضوره څخه متنفراو ویره احساسوی.
استعمار اودهغه زیانونه
هغه هېوادونه چی استعماراواستمثار (نیواک او زبیښاک) یې تیر کړی وی تر ډېره وخته پوری پرپښو نه شی دریدلای. افریقا دنورو وچو په پرتله ځکه بیوزلې ده چی داروپایانو تر استعمار لاندی وه، او کله چی افریقایې هېوادونو په شلیمی پیړۍ کې ازادۍ واخیستې ددوی تپل شویواولاسپوڅوحکومتونه سیسټمونه جوړنه کړل یوازی یې خپل جیبونه یې ډکول، مثلا: ګانګویانو ددې پرځای چی دنوی ټکنالوژې او یا د اوسپنی صنعت ته وده ور کړی، دمریانودخرڅولواو رانیولو کارو بار یې شروع کړی. همدارانګه مصراوسوریه لومړی دعثمانی امپراطورۍ وروسته دفرانسی او انګلیستان تر استعمار لاندی هیڅ وده ونه کړل کله چی ازاد شول بیا لکه د کانګو دهېواد حکومت همداسی استبدادی رژیمونه یې تجربه کړل په همدی وجه زموږ په څیردموډرنې نړۍ دکاروان څخه تر شاه پاته شول.
په هېواد کې دمتعارضو منافع شتون
په بین المللی سیاست کې دریالستی تیورۍ له نظره هرکله چی ددولتونو بقاء اوامنیت ترسوال او تحدید لاندی راشی هغه هېواد دځان ددفاع په منظورمتوجه خطرته جدا عکس العمل ښئ. مثلا:کله چی په ۲۰۱۴ م کال کې دنورستان په کامدیش ولسوالۍ کې دلومړی ځل لپاره دداعش حضورتثبیت شو روسیې، ایران، چین او دمنځنۍ اسیا هېوادونو دافغانستان له ادرسه خطرمحسوس کړی، دروسیې دولسمشرخاص استازئ (ضمیرکابلوف) په کابل کې د جولای په میاشت کې وویل که افغان دولت اوپه افغانستان کې میشت دناټوقوتونه دداعش په وړاندی بی تفاوته پاته شی دوی به په نظامی اقدام لاس پوری کړی،دیادولووړده کله چی په سوریه کې دروسیې ګټی په کې خطرکې ولویدلې عملا یې دبشرالاسد دحکومت پرمخالفانو باندی بمبارونه وکړل اودامریکا قدرت یې جلنج کړی. په اصل کې نړۍوال نظام و ځنګله ته ورته دئ تل زورور حاکم او کمزوری محکوم وی.دنړۍوال سیاست او کورنی سیاست ترمنځ فرق موجود دئ، ځکه دیو هېواد په کورنی سیاست کې حکومت، قانون، قضاء او اجرایوی ضمانتونه موجود دئ که چا په یوه هېواد کې کورنی نظم اخلال کړی پولیس یې فورا دقانون منګولو ته سپاری خو په نړۍوال سیاست کې که دوه هېوادونه یو له بل سره جګړه وکړی تردوی بل مافوق قوت نشته چی په زور یې قضاء او محکمې ته حاضر کړای شی، په همدی خاطرهردولت مجبوره دی چی دځان مرسته پخپله وکړی.لهذا روسیه فکرکوی چی په افغانستان کې دداعش دسنګرونو دجوړولوهدف دمنځنی اسیا دناکرارولو معنی لری. په (۲۰۰۱) م کال کې روسیه او دمنطقی هېوادونه دامریکا سره دطالبانو دپرځولو همنظره وه، خو اوس چی دداعش په نامه نوې پدیده منځ ته راغلل په افغانستان کې نړۍوال سیاست تغیروکړی، ځکه روسیه اودمنطقی هېوادونه مجبوره شول چی دځان دبقاء لپاره دطالبانو سره اړیکې ټینګی کړی پدې خاطرچی دطالبانو،روسیې اوایران دښمن چی داعش دئ مشترک شو. دملی وحدت دحکومت په راتګ سره ولسمشرغنی کوښښ وکړی چی یوه منطقوی اجماع جوړی کړی په همدی سبب یې ښاغلی حنیف اتمرروسیې ته ولیږه، اما روسانو دافغان حکومت پرځای دطالبانو سره روابط ټینګ کړل.دلیل یې دا دئ چی روسان فکر کوی افغان دولت دداعش سره یا دمقابلی توان نه لری یا داعش په افغانستان کې دامریکا پروژه ګڼی.داسی هم کیدلای شی چی روسان طالبان دامریکا په وړاندی دفشار دیوې الې په توګه وکاروی. دذکر شوی هېوادونو اندیښنی هغه وخت لازیاتی شوی چی دافغانستان په شمال کې دپارلمان ځینو وکیلانو دنابلده هلیکپټرو (الوتکو) دناستوراپورونه ورکړل، دروان کال د سیپټمبردمیاشتی په لومړۍ هفته کې دپروان والی (انجنیرمحمد عاصم) اعلام وکړی چی څومیاشتی مخکی افغان ځواکونو دداعش قومندان (عتیق الله) په یو لړعملیاتو کې ونیوې خو انګلیسی استخباراتو دافغانستان د ملی امنیت دادارې دمنګولو څخه خوشی کړی. (ویسا اخبار:۳۰۱۶ مه ګڼه) په بین المللی سیاست کې دولتونه اړېکې د ملی ګټو پراساس قایموی کله چی طالبان پرکابل واکمن شول سعودی عربستان او پاکستان لومړی هېوادونه وه چی ددوې حکومت یې په رسمیت وپیژندې، خو اوس حالاتو تغیر خوړلی حتی سعودی عربستان وایې چی طالبان تروریستان دی. د(۲۰۱۷) میلادی کال د اګست په میاشت کې دسعودی عربستان مرستیال سفیر(مشاری بن مزعل الحربی) په کابل کې وویل چی طالبان یوه تروریستی ډله ده، (الحربی) وایی چی طالبان دقطره تمویلیږی او دایران څخه مستقیم پروازونه و قطر ته کوی او دقطر ددفتره دنوری نړۍ سره خپل تماسونه ټینګوی. کله چی په امریکا کې دسپټمبرد یولسمی پیښه وشول، پاکستان دامریکا واړېکوته دطالبانو تراړېکوزیات اهمیت ورکړی نوځکه یې دامریکا B- دوپنځوس ډوله الوتکو ته خپل هوایئ ډګرونه ورخوشی کړل ترڅودطالبانو حکومت نسکور کړی.کله چی امریکا خپله نوې ستراتیژې اعلام کړل ولسمشر ټرمپ په خپلو خبرو کې وویل چی دوی دتروریزم سره دمبارزی لپاره دپاکستان سره کلونه-کلونه مالی مرستی وکړی مګر پاکستان دتروریستانو لپاره ترټولو دامن ځای ثابت شو، پاکستان دډونالډ ټرمپ خبری رد کړی ویې ویل دا د((پاکستان دحریم څخه داستفادې پیسی وی، نه د مرستو)).موږ افغانان اکثریت ایډیالیستان (ارمان ګرایان) یو، موږ باید دا زده کړو چی په حقیقت کې نړۍوال سیاست څرنګه عمل کوی، نه دا چی باید څرنګه عمل وکړی.تاسو فرض کړی چی که پاکستان په هغه وخت کښی دطالبانوحمایه کړی وای، ممکن نن به د طالب سره یوځای د پاکستان حکومت نسکوروای، پدی اړه پرویزمشرف په خپل کتاب (سب سی پهلی پاکستان) کې کاږی چی دامریکا ددفاع وزیرپه ټلیفون کې راته وویل چی زموږ سره یاست که زموږددښمن سره؟ مشرف وایې چی ده عاجله غونډه ونیول دجلسې ګډون والو راته وویل که موږ دامریکا طرف ونه نیسو واضح خبره ده چی امریکا به زموږ پرځای دهند ملګرتیا ته مخه کړی! دوهم: ایا طالب دومره اهمیت لری چی امریکا پر خوابدی کړو؟ دریم ایا دپاکستان حکومت د امریکا د B52 زورلری؟ طبعی ده چی نه یې لرو، نو ځکه مو دامریکا طرف ونیوی.دلته دریالیستی تیوری هغه اصل چی وایې په نړۍوال سیاست کې قدرت، حاکم دئ نه قانون، ترټولوښه صدق کوی.
نتیجه ګیری:
دمقالی په سر کی مو پوښتلی وه چی په افغانستان کی ولی جنګ دی؟ ځواب یې دا دئ چی دافغانستان ګاونډی هېوادونه زموږ دسیاسی، اقتصادی او نظامی ضعف څخه استفاده کوی. څه باید وکړل شی؟
لومړی: دنړیوالو اړیکو دعلماؤ په نظرهمیشه قوی هېوادونو پرضعیفه مملکتونوباندی حملې کړیدی لهذا که یو هېواد غواړی چی دخپلو رقیبانو سره ځان سیال کړی او یا ددوې له حملو څخه دفاع وکړای شی باید د(قدرت توازن) یا انډول په پام کی ونیسی.دیو هېواد دځواک انډول یا دقدرت توازن په دو حالاتو کې رامنځته کیدلای شی. لومړی کورنی انډول یا توازن: دیو هېواد کورنی انډول هغه وخت دخپلو همسایه هېوادونو په پرتله قوی یا مساوی کیدلای شی چی خپل اقتصاد قوی کړی خپله اردو مجهزه او عصری کړی. ددی تر څنګ دخپلو طبعی زیرمو څخه استفاده وکړی.دیادولو وړده چی دیوه دولت ځواک یوازی په توپ او ټانګ کې نه دی بلکی جغرافیه، دخلګو دپوهی کچه، دعصری ټکنالوژۍ څخه استفاده او طبیعی منابع، ټول دیوهېواد په ځواک او طاقت کې مهم رول لوبوی.
دوهم بهرنی انډول: یو هېواد هغه وخت ځواکمن کیدلای شی چی درقیبو هېوادونویا تروریستی ډلو په مقابل کې ددوستو هېوادونو سره ائتلافونه رامنځته کړی، ترڅو دیرغلګروهېوادونویا ډلو دحملو څخه دځان دفاع وکړی.مثلا: کله چی کمونیزم په خوریدو شو امریکا دروسیې او چین له ویری په ۱۹۴۹ کې اروپا ته مخه کړل او ددوی په مقابل کې یې د(ناټو) سازمان جوړ کړی.برعکس روسیې دامریکا په مقابل کې د(وارسا) سازمان جوړکړی. همدارنګه کله چی امریکا پر جاپان اټوم بم استعمال کړی روسیې د امریکا له ویری په اټوم بم جوړولو لاس پوری کړی ترڅو دامریکا په پرتله قوی اوسی. هندوستان د چین له ویری او پاکستان دهند له ویری اټوم بمونه یو په بل پسی جوړ کړل.افغانستان دطالبانو دحکومت دړنګیدوڅخه راوروسته په خپل بهرنی سیاست کې داتحاد او ائتلاف ستراتیژی خپله کړی ده، چی ښه بیلګې یې دامریکا سره ستراتیژیک او امنیتی تړونونه دی، اګرچی دافغانستان ولس دامریکا دامنیتی تړون څخه راضی نه دی پکارده چی دسره غور پری وشی.دولسمشرغنی په راتګ سره افغان حکومت واسلامی نظامی ائتلاف (IMAFT) ته چی دسعودی په مشرۍ تائسیس شو ورګډ شو دا ائتلاف دداعش سره دمبارزی لپاره جوړ کړل شوچی تراوسه ۳۷ غړی لری او دداعش سره سخته مبارزه کوی. خو یوټکی ته باید ځیر شوچی دافغانستان د اردو مجهزول پدی معنی نه دی چی موږ دی پرګاونډی هېواد حمله وکړو بلکی یوازی دمملکت دفاع لپاره غښتلی او قوی اردو جوړول ضروری ده.
دوهم: په افغانستان کی دجنګ دوهم علت دوخت د حاکمانو دغلطو سیاسی تګ لارو او په بهرنی سیاست کې دتوازن نه ساتل ځینی هېوادونه اړکړل چی دلته جګړه توده وساتی.افغانستان دسترقدرتونودرقابتونوپه میدان بدل شوی لکه پرویزمشرف چی په خپله یوه مرکه کې ویلی وه چی دوی په افغانستان کې د امریکا د حملې څخه وروسته ځکه طالبان حمایه کړل چی ښاغلی کرزی دپاکستان پر ځای دهند سره اړېکی تودې کړی. همدارنګه دپاکستان اوسنې صدراعظم خاقان عباسی هم ورته دریځ لری نوموړی وایې هیواد به یې له افغانستان سره د هند د اقتصادی مرستو مخالفت ونه کړی خو په افغانستان کې د هند هیڅ راز سیاسی او پوځی رول نه منی. یو شی باید په یاد ولرو چی دافغانستان جغرافیه زموږ لپاره بد بختی نه بلکی زموږ نیکمرغی ده، باید هیرنه کړو چی احمدشاه ابدالی اوغزنویانو د همدی جغرافیې څخه امپراتوری جوړه کړی وه.افغانستان دمنځنې او جنوبی اسیا ترمنځ دپله حثیت لری موږ کولای شودا هېواد په یوه تجارتی دهلیزبدل کړو او ترڅنګ یې دخپلو طبیعی سرچینوڅخه په دقیق ډول استفاده وکړو.
دریم په افغانستان کې جنګ هغه وخت له منځه وړل کیدلای شی چی سیمه ییزه همکاری راجلب کړل شی، دسولی حقیقی دروازه پرانستی پاته وی.
References:
۱٫ K. Warikoo, Afghanistan Challenges and opportunities, Pentagon press, New Delhi: 2007, p 83
۲٫ O.P. Kejariwal, The Afghanistan crisis, Nehru Memorial Museum and library: 2002, 1-3
۳٫ Misra, Amalendu, AfghanistanPolity press: 2004, p 126
۴٫ D. Crews Robert and Tarzi Amin, The Taliban and a Crisis of Afghanistan , Harvard University press: 2008, P, 182-186
۵٫ L. Runion Meredith, The story of Afghanistan, Greenwood press: 2007: P, 53-56
۶٫ علیزی،نجیب الله، دتروریزم ډولونه، کابل:سعیدانتشارات، دچاپ کال ۱۳۹۳
۷٫ نور،نورولی خان،دنړیوالو اړیکو اند او انګېرنې، دچاپ ځای ایټالیا: دچاپ کال ۱۳۹۳
۸٫ واعیس، موریس، پښتوژباړن حکیم الدین منځنی، دنړیوالو اړیکو تاریخ،جلال اباد: یار خپرندویه ټولنه، دچاپ کال ۱۳۹۴
۹٫ امین، محمد عالم، دنړیوالو سازمانونو نیوریانې، جلال اباد: مومند خپرندویه ټولنه، دچاپ کال ۱۳۹۴
۱۰٫ دارون عجم اوغلو او رابنسن جیمز، ژباړن محمد نظیم سمون، ملتونه ولې ماتېږی، کابل: اکسوس کتاب پلورنځی دچاپ کال ۱۳۹۵
۱۱٫ خلیلزاد، زلمی، استازی، کابل: اکسوس کتاب پلورنځی، دریم چاپ، دچاپ کال ۱۳۹۵
۱۲٫ دستراتېژیکو او سیمه ییزو څېړنو مرکز، افغانستان په تیره یوه نیمه لسیزه کې (۱۳۹۴-۱۳۸۰ ه-ش)، کابل: خپرونکی دستراتېژیکو او سیمه ییزه څېړنو مرکز، دچاپ کال ۱۳۹۵
۱۳٫ مایکل راسکین، رابرټ کورډ جېمزمیډ یورس او والټرجونز، ژباړن محمد صدیق ظهیر، پولیټکل ساینس،کندهار: علامه رشاد خپرندویه ټولنه، دچاپ کال ۱۳۸۷
۱۴٫ بامیک، محمد کاظم حسنی، سیاست خارجی افغانستان پسا طالبان، کابل: انتشارات رفاه، دچاپ کال ۱۲۹۲
۱۵٫ قوام، سید عبدالعلی قوام،اصول سیاست خارجی وسیاست بین الملل، تهران: انتشارات اوفاق، چاپ ۱۸، سال چاپ ۱۳۹۱
۱۶٫ ماکیاولی، نیکولو،ژباړن محمودمحمود، شهریا، تهران: مؤسسه انتشارات نګاه، دچاپ کال ۱۳۸۹

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=48008

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *