په افغانستان کې د «هیلی» نوی ماموریت

  • خپرول: ۲۳ میزان ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر یک
  • د خبر شميره: 87912

نیکی هیلی یوازې یوه ورځ له هغه وروسته چې د ملګرو ملتونو په سازمان کې د امریکا استازی په توګه له خپلې دندې استعفا ورکړه، رسنیو ته وویل چې په نېږدې راتلونکې کې افغانستان ته راځی ترڅو د یوتن جهادی مشر د سلاکارې په توګه فعالیت وکړی. داسې ګنګوسې شتون لری چې هغه د حزب اسلامی مشر ګلبدین حکمتیار ترڅنګ فعالیت کوی.
حکمتیار چې د اوږده کلونو لپاره د افغانستان له حکومت سره په جګړه بوخت وو، تېرکال د سولې له بهیر سره یوځای شو او کابل ته راغی. د یوې سلاکارې په توګه افغانستان ته د هیلی راتلل، د دوه لاملونو له کبله د ارزښت وړ دی: لومړی داچې هغه په داسې یو وخت افغانستان ته دننه کېږی چې دا هېواد د ۱۳۹۸ کال د وری په میاشت کې د ولسمشریزو ټاکنو زمینې د برابرولو په هڅه کې دی.
په دې وخت کې د ټاکنو د مدیریت په موخه د هیلی حضور د امریکا په ګټه دی. ددې ترڅنګ چې ډېری شنونکی په دې باور دی چې د ملی یووالی حکومت په رامنځته کېدو سره امریکا دخپلو ټولو هڅو سربېره، دې ته اړ شوه ترڅو د افغانستان حکومت له هغه هېواد سره چې د اېران اسلامی جمهوریت ملګری بلل کېږی، ووېشی او داکار په وروستیو ټاکنو کې د امریکا لپاره به د نه زغملو وړ وی.
دوهم لامل چې د نیکی هیلی په اړه د ارزښت وړ دی، د امریکا په بهرنی سیاست کې د هغې لیدلوری دی. هغه د یوې سیاسی ډلې یوه برخه ده چې موخه یې په هرې بیې سره د امریکا ګټو ټینګښت دی. ددې ډلې له نظره، بشری حقونه، د ښځو حقونه، ډموکراسۍ او داډول موضوعات یوازې هغه مهال ارزښت لری چې د امریکا ګټې د هغه په چوکاټ کې برابرې شی. د هیلی او د هغې د ملګرو له نظره، که یوه ترهګریزه ډله وتوانېږی په افغانستان کې د امریکا ګټې تامین کړی، په قدرت کې د حضور لپاره ترټولو غوره ګزینه ده، حتی که دا ډله طالبان وی.
په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر زلمی خلیل زاد تېره اونۍ کابل ته راغی او تېره ورځ هم طالبانو په قطر کې له ده سره خپلې خبرې تایید کړې او کابل ته د هیلی د راتلو ترڅنګ دا ټول موردونه ددې څرګندونکی دی چې امریکا دخپلو ګټو د ټینګښت او د افغانستان په چارو کې د نورو ښکېلو هېوادونو د ایستلو په موخه واک ته د طالبانو د رسېدو په هڅه کې دی.
له حکمتیار څخه د امریکا په ملاتړ ددغه حالت مدیریت او د طالب څېرو د نېږدې کولو په موخه د هغې له ظرفیت څخه په ګټې اخیستنې سره، دولت ته د طالبانو د رسېدو شونتیا شتون لری. په همدې سره زلمی خلیل زاد له طالبانو سره د امریکا خبرواترو پایلې د ورکولو ماموریت او مېرمن هیلی په حکومت کې د طالبانو د منلو لپاره د حکومت ظرفیتونو په ماموریت سره به په نېږدې راتلونکې کې په افغانستان کې پراخ فعالیتونه ترسره کړی.
لیکوونکی: سید احمد موسوی مبلغ

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=87912

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *