په افغانستان کې د موقت حکومت په تړاو د اروپایی ټولنې استازی مخالفت

  • خپرول: ۲۹ حمل ۱۳۹۸
  • نوملړ: سیاست
  • د خبر شميره: 113387

اروپایی اتحادیې په افغانستان کې د موقت او انتقالی حکومت د جوړېدو له نظر سره مخالفت وکړ.
د افغانستان لپاره د اروپایی اتحادیې استازی پیری مایاودون نن (پنجشنبه) په کابل کې د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو په مرکز کې وویل«موږ له دې منطق سره موافق نه یوو چې یو موقت حکومت جوړ شی ځکه چې داسې حکومت به ادارې د بې یقینۍ په سمندر کې ډوبې کړی.»
د ولسمشر غنی ځینې انتخاباتی سیالان وایی چې راتلونکې میاشت د ده د حکومت دوره پوره کېږی نو پکار ده چې موقته اداره جوړه شی.
خو د اروپایی اتحادیې استازی نه یوازې د موقت او انتقالی حکومت له جوړېدو سره مخالفت وکړ، بلکې ویې ویل چې د ولسمشرۍ انتخابات دې د سولې له پروسې سره نه تړل کېږی.
تر دې مخکې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم ویلی و چې د سولې له هلوځلو سره په یو وخت دې د انتخاباتو لپاره تیاری ونیول شی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=113387

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *