په افغانستان کې د موقت حکومت د جوړېدو په اړه د هند مخالفت

  • خپرول: ۲۷ حوت ۱۳۹۷
  • نوملړ: سیاست
  • د خبر شميره: 109028

په افغانستان کې د موقت حکومت د جوړېدو په اړه د اوازو له خپرېدو وروسته، چې د پاکستانی صدراعظم عمران خان څرګندونو قوت ورکړ، هند په زغرده په افغانستان کې له موقت حکومت سره مخالفت وکړ.
د انډین ایکسپریس ورځپاڼې د راپور له مخې، د هند د دولت لپاره د بهرنیو چارو وزیر ویجې ګوکهاله (Vijay Gokhale) د افغانستان د سولې لپاره د امریکا له ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد سره په کتنه کې وویل، هیواد یې په افغانستان کې د موقت حکومت له جوړېدو سره مخالف دی.
ده ټینګار وکاوه چې هند په افغانستان کې یوازې د هغه حکومت ملاتړ کوی چې د خلکو په رایو واک ته رسېدلی وی.
«هند موقت حکومت نه غواړی، هند په کابل کې یو منتخب او د انتخاباتو له لارې واک ته رسېدلی حکومت غواړی. ډیلی هر وخت په افغانستان کې د انتخاباتو ملاتړ کړی دی.»
په دې کتنه کې، چې په واشنګټن کې وشوه، دواړو خواوو د طالبانو او امریکا د وروستیو خبرواترو په اړه هم خبرې وکړې.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=109028

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *