په افغانستان کې د زمکې ستونزه او دهغې ښه او اقتصادی استعمال

  • خپرول: ۲۰ سرطان ۱۳۹۸
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 126571


Fb-Button

پوهاند محمد بشیر دودیال   

په  اقتصاد کې زمکه د پانګې، کار او مدیریت تر څنګ یو مهم تولیدی عامل دی، په تیره بیا د افغانستان په شان یوه داسې هیواد ته  چې له یوې خوا یې کرنه مهم مسلط اقتتصادی سکتور او له بلې خوا کرنی ته مساعدې زمکې ډیرې لږ دی، دغه عامل حیاتی او ستراتیژیک اهمیت لری. په تیرو وختونو کې د بی کفایته حکومتونو، فساد، بی ظرفیته ادارو او معقولې پالیسۍ د نه لرلو له امله ډیرې غوره او کرنیزی خاوری له منځه تللی، یا سمه استفاده ور څخه نده شوې، یا هم تر نامناسب استعمال لاندې راغلی او یا هم خاورi له لاسه وتلی ده. حیرانوونکی خبره ده چې لا اوس هم د زمکو نهه ډوله استعمال نه دی تعریف اوتفکیک شوی او د هر استعمال حدود ندی ښودل شوی. 

زمکه په ثابت مقدار سره موجوده ده چې په اندازه کې یې زیاتوالی هیڅ امکان نه لری،. په همدې خاطر دنړۍ په ټولو هیوادو کی په دې برخه کی ډیر محتاطانه پلانونه تطبیقیږی او د زمکو پالیسی د حکومتونو  د کار یوه مهه برخه جوړوی. افغانان وایی چې موږ ته خپله خاوره ګرانه ده، خو واقعیتونه دا خبره نه تاییدوی، دوی هر کال ډیره زیاته اندازه ( په زرګونو ټنه) خاوره له لاسه ورکوی او په ساتنه او دفاع یې نه پوهیږی، له بلې خوا خاوری او زمکی ته تدبیر هم نه لری. تر دې هم خواشینوونکی خبره  داده چې علمی بحثونو سره یې هم نااشنا یاستو او د کرنی وزارت، شهر سازی، اداره مستقل اراضی، چاپیریال ساتنې اداره او نور د زمکې او خاورو په هکله لازم مطالعات، پلانونه او د راتلونکې اټکلوونه نه لری.

په افغانستان کې د ۶۵ میلیون هکتاره ځمکی څخه یوازی ۸ میلیون هکتار ځمکه ( یا نږدی ۱۲ سلنه ) د کرنې وړ ده. دې ته ( cultivatable land) وایی.  نورې زیاتره سیمی غرونه او یا دښتی تشکیلوی. افغانستان په ټولیزه توګه وچ- سارایی اقلیم لری . زیاتره سیمې په یو کال کې په منځنۍ توګه د ۴۰۰ ملی مترو څخه لږ د باران اوبه تر لاسه کوی،  نو ځکه کرنه د خړوبولو په ذریعه کیږی او د اوبو لګول د کرنی اصلی عنصر دی، د کرنیزوزمکو خړوبولو ته مصرفیږی. د کورنیو جګړو څخه مخکی په هیواد کې د درې میلیونه هکتارو ځمکو د خړوبولو توان موجود و، اوس صرف دوه میلیونه هکتاره ځمکه تراوبو لاندی ده، یعنې آبی کښت ساحه کمه شوې، خو زیاته شوې نه ده، حال دا چې نفوس دوه برابره شوی دی ! 

متاسفانه په افغانستان کې له تیرو ۲۸-۲۹کلونو رادېخوا کرنیزی ځمکې غصب او د غیر زراعتی استعمال لاندې راځی، له بلې خوا د ښارونو پرمختیاناانډوله، د ځمکې بیلابیل استعمالونه لکه زراعتی استعمال، تفریحی استعمال، خدماتی، ترانسپورتی، صنعتی، مسکونی او تجارتی ټول یو دبل سره ګډ شوی دی. متداخل استعمال یی هم بد مثال دی، په نتیجه کې د غیرزراعتی ساحو ځمکې بې استفادې پاتې دی، خو په ټوله کرنې ته مساعده ځمکه کی خدماتی، ترانسپورتی، مسکونی، تجارتی اوصنعتی چارې پرمخ ځی، دا بده ښکارنده  ددې لامل شوه چې هم د ځمکې مقداری او هم غیر مقداری ارزشونه(محسوسې اونامحسوسې ګټې) او د ځمکې داستعمال موثریت له منځه ولاړ شی. باید داسې روښانه، علماً سنجول شوې او پلانیزه پالیسی ولرو چې دزمکې استعمال ته معقول او علمی شکل ورکړو، تر څو دغه مهمه طبیعی منبع له لاسه ورنکړو، بلکې سمه استفاده ورڅخه وکړو، مثلاً د کندز زراعتی حاصلخیزه ځمکې نوری د شاړکیدو په حال کی دی، د شمالی ښایسته او حاصل ورکوونکی قیمتی باغوونه هره ورځ له منځه ځی، د کندهار ماله جات تر څو کلو مخکې دانګورو باغونه وو، خو اوس یې بڼه ډیره خرابه ده، ننګرهار یووخت همیشه بهار و، خو اوس یې شنه ساحه او فارمونه له منځه تللی او ټولو کې کورونه، سرایونه، دموټرو اډې، د موټرو بارګنونه او نور جوړ شوی، حال داچې لږ وړاندی پریمانه دښتې بی استفادی پاتې دی،  هره ورځ کروندی او باغونه ړنګ او د نورو استعمالونو لپاره تخصیص مومی… که دا سلسله دوام وکړی، راتلونکی نسل ته لویې ستونزې پیښیږی. 

ولې تر کښت لاندې ساحه کې دزیاتوالی په عوض فوق العاده کمښت راغلی؟  دا مختلف دلایل لری.  

باید هیره نشی چې د درې برخو څخه دوه برخی خوراکی مواد په سیده توګه  او یوه بله برخه یې په ناسیده توګه له کرنیزې ځمکی څخه تر لاسه کیږی. دا محصولات د ژوند کولو د پاره په اساسی توګه مختلف ډولونه دی؛ لکه: باغداری، دغلو-دانو تولید، سابه، دمالداری لپاره علوفه، الیاف او نور. په افغانستان کې د دغو ټولو تولید ناکافی دی،  نو ځکه زموږ خوراکی توکی له بهر څخه وارد یږی. د غلې کمښت نوره نړۍ کې هم محسوسیږی، ویره ده چې څوکاله وروسته به هیڅ هیواد زموږ مومنو اومسلمانو وطنوالو ته یو کپ ډوډۍ او یو پاو غله هم ورنکړی، ځکه هر هیواد به په خپل غم کې وی او افغانان د ترحم او زړه سوی داسې څه نه لری چې نړۍ دې ورسره مرسته وکړی. 

د کرنیزو زمکو مطالعه ښیی چې د هیواد اکثریت کروندې کوچنۍ دی (۶۰سلنه کروندې، صرف له یو  هکتار څخه نیولی تر پنځه هکتارو پوری دی. چی ۹۰ سلنه زراعتی زمکه جوړوی) . له دې امله د بزګرانو زیاتره کورنۍ کولای شی د خپلی اړتیا وړ غله  وکری، خو څو وروسستیو کلونو کې دزمکو مافیا او قاچاقبرو دغه زمکې یا په زور یا په نیمه بیه دوی څخه رانیولی، د کوچنیو کروندو خاوندانو د مجبوریت له مخې خپلې کروندې په مافیا وپلورلې. مافیا دغه شنه ساحه او کرنیزی زمکې په نورو  استعمالونو له کاره و ایستې . د حاکمیتونو په تاریخی بهیر کې د حامدکرزی په نوم د حاکمیت دوره کې چې فساد تر ټولو زیات شوی و، کرنیزې زمکې هم له استفادې ووتې. د هیواد په کچه ، د غلو کالنۍ اندازه د ۲۰۰۵ او ۲۰۱۱ کلونو تر منځ ۳،۷  تر ۵،۶ میلیون متریک ټنه پوری رسیده. لکه چی ارزیابی شوی، د غنمو تولید او مصرف د نورو محصولاتو په سر کی دی. د افغانستان خلک غنم په ټولو خوراکونو کی زیات استعمالوی (هر وګړی په اوسط ډول په کال کې ۱۶۰ کیلوګرامه غنم مصرفوی) چی د نړۍ په سطح  لوړمقداردی، حال داچې نورو هیواو کې د غنمو ترڅنګ لبنیات، سابه، میوه اوغوښه هم ډیر مصرفیږی. په افغانستان کی د غنمو اوړه ۵۷ سلنه کالوری د ټولو خوراکی توکو له جملی تشکیلوی(د انرژۍ مهمه سرچینه). دا په داسې حال کې چې د غذایی مصوئونیت او غذایی حاکمیت په هکله کوم شاخصونه او مطالعات نشته. له بلې خوا جګړه مارو په کلیوالی سیمو کې کلیوالی اقتصاد کاملاً فلج کړی دی. 

د کورنیو جګړو څخه مخکی ، افغانستان د غلو په تولید کی په ځان د ډاډه کیدو په حال کې و،  یو څو کلونو کی یی حتا غنم بهر ته هم لیږل . مګر نن ورځ د نفوسو بی اندازی زیاتیدلو، او دزمکو  کمښت، په کرنیزو محصولاتو کی کمی، او همدارنګه د کښت وړ ځمکو کی کموالی راتلل ، دا هیواد مجبور کړ چې هرکال  ۱،۲ میلیون متریک ټنه غنم وارد کړی. 

په دې وروستیو کې د ځمکې کمښت د زمکې اوانسان د انډول (Man – land ratio) اصطلاح رامنځته کړې ده.  دغه نسبت دا ښیی چې په هر مربع کیلومتر کې د انسانانو شمیر مخ په زیاتیدو دی.

د تکنالوژۍ په پرمختګ سره له ځمکې څخه ګټې اخیستو زیاتوالى موندلى دى، که چېرې کافی ځمکه په واک کې ولرو او تکنالوژی هم د پرمختګ په حال کې وی، ځمکه به انسانانو ته د کفایت وړ تولید  ور په برخه کړی، خو که چیرې کرنیزه زمکه ښه مدیرت نشی، د لوږې ویره شته. همدا اوس یو شمیر خلک د غذا د کمښت له امله ځوریږی او په سوی تغذی باندی اخته دی. د امریکا د کرنی د اداری د راپور پر اساس امریکا کی له ۱۹۵۰-۱۹۸۰ م. پوری د غلو- دانو د تولید کلنی وده ۳٪ وه، خو دا وده اوس ۱٪ ته راکښته سوی ده. د نورو عواملو تر څنګ په افغانستان کې د سیلاوونو له امله هم زمکه  او خاوره تر تهدید لاندی ده.  

د FAO د راپور پر اساس د خوړو ۹۹.۷٪ برخه د زمکې د غونډاری  له خاورینی برخی څخه لاس ته راځی او د ۰.۳ څخه لږ خواړه د سمندرونو څخه لاس ته راځی. د دی کُری د ۱۳ بیلیونه هکتاره ځمکی څخه ۱۱٪ کرنیزی ځمکی، ۲۷٪ چمنی، ۳۲٪ ځنګلی، ۹٪ ښاری او پاته ۲۱٪ خاوره یی د مختلفو عواملو (لکه غرونه، شګی، ډیری ګرمی او سړو) له امله د کر لپاره مناسبی نه دی بلل شوی. په ۱۹۶۰ میلادی کی چی د نړی ټول نفوس درې بیلیونه و، نو هر وګړی ته په منځنی ډول نیم هکتار مځکه رسیدله، خو اوس چی نفوس دوه چنده شوی دی او اقتصادی فعالیتونه لکه د فابریکو، نقلیه وسایلو، کورونو، نویو ښارونو او مارکیټونو جوړول او دی ته ورته نور فعالیتونه هم پرخه شوی، چی زیاته برخه یی په کرنیزو زمکو ترسره شوی دی. د دغو چارو بی  سنجشه اجرااتو په کرنیزو زمکو او تازه او شنه چاپیریال منفی اغیز کړی، د فی نفر زمکی اندازه یې کمه کړی چی اوسط یی ۰.۲۳ هکتاره ته راټیټ او د خوړو تولید کی یې کموالی راوستلی. خو دا اوسط په هر هیوادونو کې فرق کوی لکه امریکا کی د هر وګړی په سر ۰.۴ هکتاره ځمکه رسیږی او چین کی چی ۲۵ کال مخکی ۰.۱۱ هکتاره زمکه هر وګړی ته سیدله، اوس و ۰.۰۸ هکتاره ته راکښته سوی، چی دا حالت د اندیښنی وړ دی. افغانستان کې تر ټولو غټه بدبختی دا ده چې د رهایشی، صنعتی، تفریحی، خدماتی استعمال لپاره پوره زمکې شته، خو د بې سنجشه استعمال لاندې راوستو له کبله یې په کرنیزو تولیداتو او شنه ساحه منفی اغیزه کړی ده.

زموږ هیواد کې د ټولې نړۍ په پرتله د خوراکی توکو تولید کم دی. د امریکا متحده ایالات په کلنی ډول د هر امریکایی وګړی لپاره ۱۴۸۰ کیلو ګرامه خواړه تولید وی او چین چې تټول زیات نفوس برونکی دی هم  خپ هر وګړی ته په کال کې د ۷۸۵ کیلو ګرامه خواړه تولیده وی، افغانستان دې برخه کې ثقه ارقام نه لری، خو ویلای شو چی مقدار یې ډیر کم دی.

د خاوری تخریب یوه بله ستونزه ده چې دا عملیه د پخوا په څیر په څو ځله ډیره سوی ده او هر کال ملیونونه هکتاره کرنیزی زمکی د کر او تولید څخه راګرځوی. د ځینو راپورنو پر بنسټ هر کال نژدی لس میلیونه هکتاره مځکه د بارانونو، سیلابونو او بادونو په وسیله د تخریب، له حاصل څخه لویږی او ځینی زمکی بیا د ضعیفه کرنیز مدیریت( د زیم د نه ایستلو په سبب د خاورو مالګین او سوډیمی کیدلو او یا هم زمکو ته د ناوړه ترکیباتو او خراپو کرنیزو عملیو او دی ته ورته نوری عملیو) په سبب د کښت څخه وځی او یا هم کال په کال یی حاصل کی کموالی راځی

پرمختیایی هېوادونه د اقتصادی ودې مرکزونه دی، ځکه د زرغونې ودې (Green Growth ) عملی کېدل دلته صورت نیسی چې له باید طبیعی منابع (زمکه او اوبه) یې په ښه او ګټوره توګه استعمال شی. د طبیعی منابعو دا ګټور استعمال د وګړو د ژوند کچه لوړوی او د  اقتصاد د بهبود سبب ګرځی.

زرغونه وده immature expansion یعنی له طبیعی منابعو، خصووصاً ځمکې څخه ښه استفاده . د زرغونې ودې لپاره زموږ په هېواد کې تقریبا ټول شرایط برابر دی. د افغانستان کرنیزوالی او پرمختیایی توب دا خبره نوره هم قوی کوی. که موږ د پراخو تولیداتو لپاره وسایل نه لرو، که د مولدیت کچه نه شو لوړولای، که د فقر او بېوزلۍ سره مخ یو او که د استخدام له نشتوالی سر ټکوو، ممکن دا خبرې یو څه منطقی وی او خلک یې راسره ومنی، خو که د زرغونې ودې لپاره کار نه کوو او وایو چې شرایط ورته نه د ی اماده، نودا زموږ او د مربوطه ادراتو مطلقه بی منطقی، بې خبری او ناپوهی یا هم دځان او هم د نورو دوکه کول دی.

که موږ له فضا څخه د افغانستان نقشه وګورو؛ زموږ نیکونو له زرګونو کلونو  را دې خوا د سیندونو ترغاړو کرنې او مالداری ته انکشاف ورکړی، له هغه راهیسی زموږ هر کار او اقدام همدا د سیند ترغاړو او په شنو کرنیزو ځمکو کې دی، ښارونه، سړکونه، مارکیټونه، عسکری میدانونه، … ټول په همدې محدوده ساحه کی ترسره کوو، د نیکونو په لاسو موجوړې کړی کروندی او ویالې ویجاړې او زراعتی زمکې مو له منځه یووړې،  خو له سیند او شنې ساحې یو څو ګامه هاخوا په زرګونه هکټاره ځمکه بی استفادی پاتې ده. په تیره بیا دغه بې استفادی زمکه د ترانسپورت، خدماتی استعمال، رهایشی، صنعتی، ښاری او نورو استعمالونو لپاره ښه منانسبه ده چی په هغوسره هم ددغو زمکو ارزش اوچتیږی، تر استعمال لاندې راځی او هم شنه ساحه په خپل حال پاتې کیږی. خدای وکړی جنګونه ختم او  مربوطه ادارې دغه ټکی ته ځیر شی.

د ځمکې د مسایلو بشپړ سمون یو مهم ضرورت دی،  اوس چې د ځمکو خپلواکه اداره چې په ۲۰۱۰ م. کال کې جوړه شوه د ځمکو د ادارې او مدیریت د مسئولیت د بنسټ په توګه باید دغو مسایلو ته متوجه شی. پخوا زموږ چارواکو مسئولانه چلند کاو، په کوم ځای کې یې چې عام المنفعه تاسیسات جوړکړی، ټول غیر زراعتی ساحات دی، مثلاً زما په یادښت لومړۍ مکرویان یوه دښته کې جوړ شو چې هغه وخت یې زنده بانان ورته ویل او په دغه سیمه کی صرف دشرکت سرویس ودانۍ او لوی پارکنک و، پولیتخنیک ، تخنیکم، ۴۰۰بستریز روغتون، جنګلک فابریکه، د پلچرخی صنعتی پارک، دکرنې وزارت، حربی پوهنتون،…ټول د غره لمن او غیرزراعتی سیمه کی جوړشول، خو اوس یې د دارالامان په ساحه کې تر تولو غوره شنه او زراعتی زمکه، چې د کابل تر ټولو شنه او ښایسته سیمه وه،  د وکیلانود دفتر لپاره له منځه یووړه چې کوم ګټورتوب نه لری، کندهار کې یې د لویې ویالې لاندی زراعتی زمکه د عینو مینې په نوم د مفسدینو ملکیت وګرځوله، خو له لویې ویالې پورته هواره دغونډیو لمن بی استفادې پاتې ده، ننګرهار کې یې پخوانی دنارنجو باغونه او شنه ساخه د ګمرک، یو شمیر دولتی ادارو، کورونو،… نورو مقاصدو لپاره ضایع کړه، خو لږ پورته پریمانه ډاګونه بې استفادې پاتې دی، په کندز، لوګر او میدان وردک کی هم همدا حال دی. باید افغانان له دې بې سنجشه اقداماتو را وګرځول شی.

د کرنې د ستراتیژی غوره توب لپاره باید په ځمکې پورې اړوندو لومړیتوبونو کې فکر وشی، دبزګرانو حقوق، په تیره بیا نیمه ښاری سیمو او اوبه لرونکو سیمو کې ډاډمن شی. د ځمکې د اجارې چارې او دکرنې صنعت باید ښه والی ومومی؛او هر جلا جلا استعمال ته د ځمکې د تخصیص بڼه ښه او موثره شی.