په افغانستان کې د امریکا پوځی سلاکارانو زیاتوالی او د ملی دفاع وزارت غبرګون

  • خپرول: ۲۳ جدی ۱۳۹۶
  • نوملړ: امنیت او پېښې
  • د خبر شميره: 41081

ټاکل شوې د امریکا دفاع وزارت ۱۰۰۰ نوی روزونکی او پوځیان په افغانستان کې د ځواکونو زیاتوالی په برخه کې د واشنګتن دولت پروګرام ېوې برخې په توګه یاد هېواد ته ولېژی. د امریکا دغه اقدام د افغانستان ملی دفاع وزارت د هرکلی سره مخ شوی دی.
د راشاتودی راپور له مخې، ټاکل شوې د روان کال فبروری تر لومړیو پورې د امریکا یوشمېر پوځیان د جورجیا د فورت بنینګ له سیمې څخه د سلاکارو ځواکونو په چوکاټ کې افغانستان ته ولاړ شی او ددغه هېواد د ملی امنیت له ځواکونو سره مرسته وکړی.
ددوی میشت کېدل په افغانستان کې د امریکایی ځواکونو شمېر ۱۴ زرو ته رسوی.
د امریکا پوځ چارواکو وال ستریت ژورنال ته ویلی چې پنتاګون هیله مند دی چې د ژمی په موسم کې چې د اورپکو د عملیاتو پیل وقت دی، په دغه هېواد کې د امریکایی ځواکونو حضور ته زیاتوالی ورکړی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=41081

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *