په افغانستان کې د امریکایی ځواکونو د شتون په اړه د روحانی نیوکه

  • خپرول: ۲۸ اسد ۱۳۹۸
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 131276

د اېران ولسمشر حسن روحانی په افغانستان کې د امریکایی ځواکونو پر شتون د نیوکې ترڅنګ وویل چې په افغانستان کې سوله باید بین الافغانی او د افغانستان خلکو د استازو په شتون ترسره شی.
په اېران کې د افغانستان سفارت د اعلامیې په حواله، روحانی دا څرګندونې تېره ورځ په تهران کې د افغانستان سفیر د باور لیک د ترلاسه کېدو پرمهال څرګند کړی دی.
د اېران ولسمشر په افغانستان کې وروستی ترهګریز ګامونه غندلی او په افغانستان کې یې د امریکایی پوځیانو پر شتون نیوکه کړې ده.
اعلامیې زیاته کړې، روحانی د افغانستان او اېران د دوستانه اړیکو پر ښه والی ټینګار کړی او ویلی چې اېران تل له هغه بهیر څخه ملاتړ کوی چې د افغانستان دولت د ملاتړ وړ وی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=131276

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *