
په افغانستان کې د امریکایی پوهنتون مشر ومړ
- خپرول: ۲۰ دلو ۱۳۹۷
- نوملړ: فرهنګ او ټولنه
- د خبر شميره: 103975
د افغانستان امریکایی پوهنتون مشر او د لوړو زده کړو وزارت پخوانی وزیر شریف فایض ومړ.
هغه چې په افغانستان کې یې د امریکایی پوهنتون د «اداره او تجارت» پوهنځی په پیل سره بنسټ کېښود، د ۷۳ کلونو په عمر مړ شو.
نوموړی د امریکایی یرغل له پیله د لوړو زده کړو وزیر و، چې تر ۲۰۰۷ز کال پورې یې دا دنده پر مخ یووړه.
شریف فایض د وزارت د دندې تر پای ته رسېدو یو کال وړاندې ۲۰۰۶ز کال کې د امریکایی پوهنتون بنسټ کېښود.
امریکایی پوهنتون کې له افغانی کلتور سره ټکر چاپیریال یې تر نیوکې لاندې دی، د دې تر څنګ یې تدریسی توکی هم د ملی ګټو خلاف یادېږی.
نظرات(۰ دیدگاه)