په اسلام کې د ښځو حقوق

  • خپرول: ۱۰ جدی ۱۳۹۷
  • نوملړ: افغان ولس
  • د خبر شميره: 97193

الله تعالی د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وسیله د انسان ژغورنی یو بې مثاله نظام رانازل کړ او دې سپېڅلی نظام ته یې د ( اسلام ) نوم ورکړ. دې نظام انسان نه یوازی د کائناتو د خالق لور ته متوجه او د هغه جل جلاله بنده ګۍ ته راوبلی، بلکی انسان ته یې د ورځنی دنیوی ژوند لپاره داسی قوانین او مقررات وضع کړل چې تر قیامته دده د بقا کامل تظمین کوی. اسلام د نورو حقوقو تر څنګ د ښځو لپاره له ترحم او عاطفې ډګ حقوق لری چې د ښڅینه ژوندانه ټولې برخی احاطه کوی.

تر اسلام مخکی د ښځو حقوقی وضعیت:

مخکی تر دې چې په اسلام کې د ښځو د حقوقو جاج واخلو، لازمه ده تر اسلام مخکی په نړۍ کې د ښځې سره د تعامل په وضعیت پوه شو.

تر اسلام مخکی په ټوله آباده نړۍ کې ښځه له خپلو انسانی حقوقو محرومه وه. د هغې وجود مصیبت او عذاب بلل کېده او د یوه بې حرمته موجود په سترګه ورته کتل کېدل. میراث نه ورکول کېده، د میاشنۍ مریضۍ په حالت کې به له ځانه بېلېدل او د یوه حیوان په څېر به خواړه ورکول کېدل. خو کله چې به پاکه شول یوازی به د شهوانی غریضې د پوره کولو لپاره د یوې آلې په توګه استعمالېدل.

دلته په ځینو هغو نظامونو او سیمو کې د ښځو د حقوقی وضعیت یادونه شوې چې د پوهې او تمدن په برخه کې په خپل وخت کې پرې حساب کېده.

په یونان کې:

یونان سره له دې چې د خپل وخت له لویو او پرمختللو هیوادونو څخه وو، خو بیا هم ښځو پکې لوېدلی حیثیت درلود. دکتور مصطفی الشکعه په خپل کتاب (الاسلام بلا مذاهب) کې لیکی: ( یونانانو په لومړی کې ښځه د ټولو بدبختیو بنیاد او تر ټولو سپک مخلوق ګڼه. تر دې چې د ارسطو په څیر لویو پوهانو به هم د ښځو سره نرمی عیب ګڼل. خو د یونانانو تر څه پرمختګ وروسته پر هغوی شهوت غالبه شو او له دې وروسته یې له ښځې د شهوت پوره کولو د یوې وسیلې په توګه استفاده کول. تر دې چې په یونان کې بدلمنو ښځو دومره پرمختګ وکړ چې په تاریخ کې یې ساری نه موندل کیږی. پر یونان د ښکلا پالنې ذوق دومره غالبه شو چې حتی لویو لویو پوهانو او فلسوفانو به زنا عیب نه ګڼل. نکاح پکې بې ارزښته ښول او له نکاح پرته به یو ځای کېدل. )

همدارنګه دکتور مصطفى السباعی په خپل کتاب (المرأه بین الفقه والقانون) کې لیکی: (کانت المرأه فی المجتمع الیونانی محتقره حتى سموها رجساً من عمل الشیطان وکانت عندهم کسقط المتاع تباع وتشرى فی الأسواق وهی مسلوبه الحریه والمکانه فی کل ما یرجع الى حقوقها المدنیه، ولم یعطوها حقاً فی المیراث، وأبقوها طیله حیاتها خاضعه لسلطه رجل وکلوا الیه أمر زواجها فهو یستطیع أن یفرض علیها من یشاء زوجاً،)

(په یونانی ټولنه کې ښځه حقیره ګڼل کېدل تر دې چې ناولی شیطانی عمل یې وګڼل،هغه یې بېکاره وجود ګڼل چې په بازارونو کې به خرڅېدل او اخیستل کېدل. دا له خپلې آزادۍ او ټولو مدنی حقوقو محرومه وه، دې ته په میراث کې حق نه ورکړل کېده. ټول عمر به د سړیو تر حاکمانه تسلط لاندی وه، نارینه وو ته یې ددې هر ډول واک سپارلی وو تر دې چې نارینه به چې هر څه خوښ ول پر دې به یې لازمول.)

په روم کې:

په روم کې هم د ښځو سره ورته چلند کېدلو. هلته هم ښځه پلیته او چټله ګڼل کېدل. استاد عبدالقادر شیبه الحمد پخپل کتاب حقوق المرأه فی الاسلام کې لیکی: (په روم کې یوې لویی غوڼډې فیصله وکړه چې ښځه ناولی حیوان دی چې نه کرامت لری او نه عزت، هغه باید سپکه وساتل شی او یوازی د خدمت لپاره استعمال شی.)

په روم کې به سړی تر خپل لاس لاندی ښځو باندی مالکانه حقوق لرل چې د هغو د خرڅولو حتی په ځینو حالاتو کې یې د وژلو اختیار هم درلود.

خو کله چې روم څه پرمختګ وکړ،بیا یې ښځو ته د افراط تر حده ازادی ورکړل . د طلاق حق یې له سړیو څخه واخیست او ښځو ته یې ورکړ چې له امله یې نارینه د ښځو مریان شول، په وړه خبره به یې طلاق ورکاوه. تر دې چې یوې ښځې به تر لسو پوری میړونه کړی وه. رومی لیکوال جودنیل وایی چې یوې ښځی په لسو کلونو کې اته مړونه رد او بدل کړل.

په اوسنی غرب کې د ښځو حقوقی وضعیت:

د ښځو په اړه اوسنی غرب له مخکی غربه هیڅ فرق نه لری. پخوا به هلته ښځه پلیته ګڼل کېدل خو اوس یې په آزادیو کې دومره افراط شوی چې ددې حیثیت یې له خاورو سره سم کړی دی. په اوسنی غرب کې ښځه بې اندازې ستومانه او ستړې ده. هلته ددې د جسمانی توان ډیر کم خیال ساتل کیږی او د نارینه وو په څېر دا هم په کار کولو مکلفه ده، که کار ونه کړی د دولت لخوا د ( قوت لا یموت ) په اندازه یوازی دومره څه ورکول کیږی چې ژوندۍ پرې پاتی شی. خاوند ښځې ته پر نفقې پیدا کولو مکلف نه دی. ښځه باید لږ تر لږه ۸ ساعته له کور دباندی کار وکړی او چې کله له کاره ستړې ستومانه راشی باید کور صفا، خواړه پاخه او د اولادونو روزنه او پالنه هم وکړی. په دې کارونو کې یی ځینی داسی وی چې تر ۱۵ دقیقه یې تفریح بغیر پکې ناسته بیخی وی نه. ځینی وختونه خو ښځی د خپلو ضروریاتو د پوره کولو په خاطر باید په رخصتیو ( شنبه او یکشنبه) کې هم کار وکړی. په غرب کې نکاح ډیره کمه او حتی په ورکېدو ده. ځکه خو په غرب کې هغه اندازه عزت چې باید ښځی ته ورکړل شی له مینځه تللی دی. په اوسنی غرب کې د ښځو د حقوقی وضعیت موضوع ډیره اوږده ده، دلته پر همدې اکتفا کوو.

په هند کې:

په هند کې هم ښځه د ورته وضعیت سره مخ وه. دلته به کله سړیو د ښځو او کله ښځو د سړیو عبادت کاوه.

عبادتخانې د بدفعلیو له وجې په فاحشه خانو بدلې شوی وې. خو په عموم کې ښځه ډیره پلیته ګڼل کېدل.

همدارنګه کله چې به خاوند مړ شو او سوځاوه به یې ، نو ښځه به یې هم ژوندۍ ورسره سوځول. که هغې به انکار کاوه بد اخلاقه، بې وفا او غداره به ګڼل کېدل چې بیا به هیچا ورسره نکاح نه کول. په هند کې اوس هم ښځه د اوږو بار ګڼل کېږی. د هند پارلمان ته د یو سپارل شوی سند له مخې د ۱۹۸۸ او ۱۹۹۱ م کلونو تر منیځ ۱۵۸۹۱ ښځی د واده د نشتوالی له امله وژل شوی یا یې د خلکو د پیغور پر اساس خپله ځان وژلی دی.

د (نوای وقت) ورځپاڼې د ۱۹۹۹ م کال د ګڼې په حواله د واده نه نشتوالی له کبله په هند کې د یوې کورنۍ ۱۷ پیغلو یو ځای او په یوه ورځ ځان وواژه.

جزیره العرب کې:

په عربی جزیره کې له ښځو سره تر دې هم بده رویه کېدل. د جاهلیت په دوران کې به هلته د نفقې او یا جاهلې غیرت له امله وړې نجونی ژوندۍ ښخېدلې. الله تعالی په دې اړه فرمایی: (وَإِذَا بُشِّرَ أَحَدُهُمْ بِالْأُنْثَى ظَلَّ وَجْهُهُ مُسْوَدًّا وَهُوَ کَظِیمٌ (۵۸) یَتَوَارَى مِنَ الْقَوْمِ مِنْ سُوءِ مَا بُشِّرَ بِهِ أَیُمْسِکُهُ عَلَى هُونٍ أَمْ یَدُسُّهُ فِی التُّرَابِ أَلَا سَاءَ مَا یَحْکُمُونَ (۵۹)) [سوره النحل:۵۸،۵۹]

ژباړه: ( او کله چې خبر ورکړی شی یو تن ددغو ( کفارو) ته په ( پیدا کیدو د ) لور سره نو ( ټوله ورځ) وګرځی مخ دده تک تور له غمه حال دا چې دی ډک وی له قهره ( خپلې ښځی ته چې لور دی ولی راوړه؟) ، پټ ګرځی له قومه ( خپله ) له سببه د ناخوشۍ د هغه شی څخه چې خبر ورکړی شوی دی ( ده ته ) په هغه سره، آیا وساتی ( دی ) هغه لور سره د سپکوالی او که یې و منډی ( ژوندۍ ) په خاوره کې))

همدارنګه هلته به یې د ښځو په بدلمنۍ کاروبار کاوه. رئیس المنافقین عبدالله بن ابی ابن سلول شپږ وینځی درلودې، هرې یوې ته یې جلا کور جوړ کړی وو او د بدلمنۍ په وسیله به یې د هغوی څخه پیسې لاسته راوړلې. ښکاره کورونه به وه او پر بامونو به یې بیرغونه درولی وه، هر چا به پیژندل چې دا د فحاشۍ ځایونه دی.
دکتور محمد علی الصابونی په خپل تفسیر روائع البیان فی تفسیر آیات الاحکام کې وایی: میلمنو ته به د قدر او احترام په غرض نجونی د فحاشۍ لپاره وړاندی کېدلې.

په اوسنی غرب کې د ښځو حقوقی وضعیت:

په اسلام کې د ښځې مقام:

ددې مخکنی وضعیت په خلاف اسلام ښځه عزتمنه کړل. اسلام ښځه دومره محترمه وکڼل چې نه یې په تاریخ کې مخکی ساری شته او نه به وروسته راشی. الله تعالی د النساء (ښځو) په نوم پوره سورت رانازل کړ، د قرانکریم په ډیرو ایاتونو کې چې کله د نر او ښځې دواړو ذکر کیږی، د ښځې ذکر یې د نارینه مخکی کړی وی، دا ځکه چې عربو ته خصوصا او ټولې نړۍ ته عموما د ښځې ارزښت او حرمت وروپېژنی. ښځه یې د ترحم او شفقت مرکز وبلل، د رسول الله صلی الله وسلم نبوت لومړۍ ثمره حضرت خدیجه رضی الله عنها شوه ځکه خدیجه رضی الله عنها په ټوله نړۍ کې لومړۍ مسلمانه وه. رسول الله صلی الله علیه وسلم د ژوند د اخرنیو لحظو کې هم ښځه له یاده نه باسی او وایی( استوصوا بالنساء خیرا)، رسول الله صلی الله علیه وسلم دا حدیث په داسی حال کې فرمایی چې سر مبارک یې د حضرت عائشې رضی الله عنها په غیږ کې ایښی وو. یعنی دا چې د نبوی دعوت سلسله له ښځی ( حضرت خدیجې رضی الله عنها) څخه پیل او پر ښځې( حضرت عائشې رضی الله عنها) پای ته رسېږی.

په قرانکریم او احادیثو کې د ښځې عزت:

اسلام ښځې ته ټول هغه انسانی حقوق او آزادۍ ورکړې چې دې ته ګټوری او ددې احترام او عزت تأمینوی. دا ځکه اسلام ښځه د انسانی ټولنې نیمه برخه ګڼی، د هغې اصلاح د ټولنې اصلاح ګڼی. که هغه میرمن وی د خاوند لپاره یې لباس ګڼی:

(هُنَّ لِبَاسٌ لَکُمْ وَأَنْتُمْ لِبَاسٌ لَهُنَّ)[سوره البقره:۱۸۷]

ژباړه: (هغوی ( مېرمنې ) ستاسو لپاره جامې او لباس دی او تاسو د هغوی لپاره جامې او لباس یاست.)
امام ابوجعفر الطبری رحمه الله په تفسیر الطبری(جامع البیان) او امام السمرقندی رحمه الله په خپل تفسیر (بحر العلوم) کې فرمایی: د لباس څځه مراد سکون دی، یعنی دا چې ښځې ستاسو سکون او تاسو د هغوی سکون یاست.

که هغه مور وی جنت د هغې تر پښو لاندی ګنی:

(الجنه تحت اقدام الأمهات)[رواه مسند الشهاب]

ژباړه: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی: ( جنت د میندو تر قدمونو لاندی دی)

که هغه لور وی، د هغې ساتنه یې د قیامت په ورځ د ځان ته د نژدېکت سبب ګڼلې ده.

په صحیح مسلم کې له حضرت انس رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: من عال جاریتین حتی تبلغا جاء یوم القیامه انا و هو کهاتین، و ضم اصابعه.)

ژباړه: ( چا چې د دوو نجنو پالنه وکړه ان تر دې چې هغوې دواړه د ځوانۍ او پیغلتوب مرحلی ته ورسیږی نو د قیامت په ورځ به زه او هغه وګړی دغسې را ځو لکه زما د لاس دا دوه ګوتې چې یوځاې دی)

په دې حدیث شریف کې د لوڼو پر پیدا کېدلو د خوښۍ څرګندولو ترغیب شوی دی، ځکه د لوڼو پیدا کېدل او بیا روزل د قیامت په ورځ د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره د نژدې کېدلو سبب ګرځی.

په بل حدیث شریف کې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی:

(مَنْ ابْتُلِیَ مِنْ هذه البنَاتِ بِشَیءٍ فأَحْسَن إِلَیهِنَّ، کُنَّ لَهُ سِتْرًا مِن النَّار)[متفق علیه]

ژباړه: د چا په کور کې چې نجونی پیدا شی او هغوې په بهتره توګه د هغې پالنه وکړی نو همدغه نجونی به هغو ته د دوزخ د تللو تر مخ حائل و ګرځی .

همدارنګه که هغه میرمن وه د نارینه د ایمان تکمیلونکې یې ګڼی.

الله تعالی مسلمان نارینه ددوی سره پر ښې رویې کولو امر کړل. الله تعالی فرمایی: (وَعَاشِرُوهُنَّ بِالْمَعْرُوفِ ۚ )[سوره النساء: ۱۹]

ژباړه: (له خپلو مېرمنو سره د نېکۍ پر اساس ژوند وکړئ)

همدارنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی: ( په دنیا کې می له دریو شیانو سره ډیره مینه ده ؛ او بیا یو له هغو څخه ښځه یادوی.)

په ترمذی او ابن ماجه کې له حضرت عائشې رضی الله عنه څخه روایت چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: خیرکم خیرکم لأهله انا خیرکم لأهلی)

(په تاسو کی غوره هغه څوک دئ چی د خپلی مېرمنی په حق کی ښه وی او زه په تاسو کی د خپل اهل له پاره ښه (ترمذی))

په اسلام کې د ښځو حقوق:

-د خاوند د انتخابولو او زوجیت حق:

اسلام ښځې ته د میړه د انتخاب حق ورکوی او له ولی پرته هیچاته حق نشته هغه په زور چاته په نکاح کړی. رسول االله علیه وسلم فرمایی:( (لا تُنکَحُ الأیِّمُ حتى تُستأمَرَ، ولا تُنکَحُ البکرُ حتى تُستأذَن. قالوا: یا رسولَ الله، وکیف إذنُها؟ قال: أن تسکُتَ)[رواه البخاری]

ژباړه: (کونډه به تر هغو په نکاح نه ورکول کیږی تر څو د هغې امر نه وی اخیستل شوی، او پیغله به تر هغو په نکاح نه ور کول کیږی تر څو اجازه نه وی ترې اخیستل شوې، صحابه کرامو وویل: د پیغلې اجازه څنګه وی؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایل: چې سکوت وکړی.)

-خاوند له ښځې سره په ښه رویه کولو امر کول:

له مخکی چې یادونه وشوه تر اسلام مخکی سړیو پر ښځو مالکانه تسلط درلود چې د نیولو سربیره به یې ځینی وخت د خپلې ښځی د وژلو حق هم درلود. خو اسلام د ښځې او خاوند تر منیځ دا ډول واکمنی له مینځه یووړه. دا یې ددې د خاوند او خاوند یې ددې لباس وګاڼه.

– د تعلیم حق:

همدارنګه اسلام ښځې ته د دینې تعلیم اجازه ورکړه، نه یوازی اجازه بلکی پر هغې باندی یې دینی تعلیم فرض کړ. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی: ( کسب العلم فریضه علی کل مسلم) [رواه الألبانی] ،
ژباړه: (د ( دینی ) علم حاصلول پر هر مسلمان ( نارینه او ښځینه) فرض دی.)

-د میراث حق:

تر اسلام مخکی جاهلی دوره کې ښځې له میراث څخه محرومه وې، خو کله چې اسلام راغلی، دا بد رواج ته یې هم خاتمه ورکړه او هغه یې ته یې د میراث وړلو حق ورکړ، الله تعالی فرمایی: (لِلرِّجَالِ نَصِیبٌ مِّمَّا تَرَکَ الْوَالِدَانِ وَالْأَقْرَبُونَ وَلِلنِّسَاءِ نَصِیبٌ مِّمَّا تَرَکَ الْوَالِدَانِ وَالْأَقْرَبُونَ مِمَّا قَلَّ مِنْهُ أَوْ کَثُرَ ۚ نَصِیبًا مَّفْرُوضًا)[سوره النساء:۷] ژباړه:

پر خاوند باندی ددې د نفقې فرضیت:

همدارنګه اسلام له ښځې څخه د نفقې د کټلو جبر پورته کړ او ددې نفقه او د اوسېدلو ځای یې پر خاوند فرض وګرځاوه. د مسلمانی ښځې لپاره دا ضروری نه ده چې خپل ځان ته به پخپله نفقه لټوی، بلکی دا مسؤولیت تر نکاح مخکی ددې د پلار، ورور او نژدې قریب او تر نکاح وروسته ددې د خاوند پر غاړه دی.

د مکلیت حق:

همدارنګه اسلام ښځې ته د خپل مال د ملکیت حق ورکړی دی.

په اسلام کې دنارینه او ښځی اړیکې د مینې،صمیمیت او محبت اړیکې دی.

الله تعالی ښځې ته تر دې اندازې عزت وکړی چې حتی د هغې خلق له خپلو نښو څخه یوه نښه ګڼی او فرمایی:
(وَمِنْ آیَاتِهِ أَنْ خَلَقَ لَکُمْ مِنْ أَنْفُسِکُمْ أَزْوَاجًا لِتَسْکُنُوا إِلَیْهَا وَجَعَلَ بَیْنَکُمْ مَوَدَّهً وَرَحْمَهً إِنَّ فِی ذَلِکَ لَآیَاتٍ لِقَوْمٍ یَتَفَکَّرُونَ ﴿۲۱﴾)[سوره الروم:۲۱]

ژباړه: او ( ځینی ) له نښو ( د قدرت ) د ددغه ( الله ) دا دی چې پیدا کړی یې دی تاسی ته له نفسونو ستاسو ښځی د پاره ددې چې مائل شئ دوی ته ( او مطمئن اوسئ ) او ګرځولی یې ده په مینځ ستاسی ( او د ښځو ) کښې دوستی او مهربانی بیشکه په دې کښې خامخا ډیری نشی د قدرت دی لپاره د ( هغه ) قوم چې فکر کوی ( د الله تعالی په صنع کی).

اسلام ښځی ته د ژوند په هره برخه کې حقوق ورکړی. په ثواب او اجر کې د نارینه وو سره په ټولو برخو کې یو شان بللې. هغې ته یې د خاوند د انتخاب حق ورکړی، د هغې سره یې په ښه چلند امر کړی ، هغې ته د شرعی عذر په صورت کې د قاضی په فیصله له خپل خاوند څخه د جلا کېدلو حق هم ورکړل شوی دی او په اقتصادی برخه کې یې هغه د خپل مَهر، خپل مال او دارایی او میراث مالکه او متصرفه وګڼل.

د ښځو او نارینه وو تر منیځ چې په ځینو حقوقو او دندو کې توپیر شوی دی هغه د فطرت او انسانی مزاج غوښتنه ده. الله تعالی نارینه فطرتا قوی ا و ښځه ضعیفه پیدا کړې ده او ددې جسمانی توپیر له وجې پر هغوی ترحم کړی، سخت او درانه کارونه یې نارینه وو او نسبتا هوسا کارونه یې ښځو ته سپارلی دی. دا یې په کورنۍ کې د خپلو اولاونو استاده ګرځولې تر څو ټولنې ته قدرمن شخصیتونه ورزوی. همدا وجه ده چې اسلام ددوی تر مینځ په ځینو حقوقو او دندو کې توپیر په نظر کې نیولی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=97193

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *




8 + 2 =