په اسلام کی د شرم او حیاء ارزښت

  • خپرول: ۲۵ سرطان ۱۳۹۶
  • نوملړ: افغان ولس
  • د خبر شميره: 25773

 

الحمدلله وحده والصلاه والسلام علی من لانبی بعده امابعد :

انسان د فطرت په لحاظ د روغ او ښه طبیعت خاوند پیدا شوی، خو د چاپیریال ناسمتیا د ده طبیعت ور خرابوی .

لکه څرنگه چی په حدیث کی راغلی دی چی ( په دُنیا کی ) هر پیدا کېدونکی ماشوم د اسلام پر فطرت پیدا کېږی، خو د ده مور او پلار یې یهودی، نصرانی او مجوسی ( یا د بل دین مُعتقد ) کوی .( متفق علیه )

په انسان کی د ښه او بد د پېژندلو شعور پیدا شوی دی .

په هغو ښو  صفاتو کی چی انسان یې د فطرت په لحاظ لری، یو صفت د حیاء  صفت دی  .

شرم او حیاء که د انسان لپاره ښائست دی خو د مسلمان لپاره د ده د  ایمان یوه نه بېلېدونکې برخه ده .

په حیاء سره ایمان تقویه کېږی .

حیاء داسی صفت دی  چی انسان له ټولو بدو کارو  راگرزوی .

که هغه بد په ټولنه کی بد گڼل کېږی او که په شریعت کی بد گڼل شوی وی .

او همدا راز  د ښو کارونو  له پرېښودلو هم انسان راگرزوی .

شرم او حیاء د ایمان یوه شُعبه او څانگه ده، که په چا کی دغه صفت په څومره اندازه قوی وو، په  هغه کی د ایمان دغه شُعبه په دومره اندازه قوی ده ، او که په چا کی د حیاء صفت کمزوری وو، په هغه  کی د ایمان دغه شُعبه  کمزورې ده .

په حیاء سره د انسان زړه ژوندی کېږی او د انسان او حیوان فرق په حیاء سره دی .

الله – جل جلاله –  د حیاء له پرېښودو او له بې حیایۍ څخه خپل بندگان منع  کړی او داسی یې فرمایلی دی : إِنَّ اللَّهَ یَأْمُرُ بِالْعَدْلِ وَالْإِحْسَانِ وَإِیتَاءِ ذِی الْقُرْبَى وَیَنْهَى عَنِ الْفَحْشَاءِ وَالْمُنْکَرِ وَالْبَغْیِ یَعِظُکُمْ لَعَلَّکُمْ تَذَکَّرُونَ (النحل : ۹۰)

ژباړه : بې شکه الله په عدل، ښېگڼی او خپلوانو ته په ورکړی امر کوی او له بې حیایۍ،بدۍ او ظلم څخه منع کوی، الله تاسو ته نصیحت کوی څو تاسو پند واخلئ !!

په دې آیت کی له بې حیایۍ څخه منع راغلې ده .

بې حیایی یو داسی ناوړه صفت دی چی په چا کی راغی، هغه د هر ناروا کار اهل ګرزی .

ځکه هغه څه چی د انسان او گناه تر مینځ دیوال وی، هغه له خلګو، یا له ځان او یا هم له الله تعالی څخه حیاء ده .

په دې هکله په حدیث شریف کی راغلی دی :  

عَنْ أَبِی مَسْعُودٍ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَیْهِ وَسَلَّمَ إِنَّ مِمَّا أَدْرَکَ النَّاسُ مِنْ کَلَامِ النُّبُوَّهِ الْأُولَى إِذَا لَمْ تَسْتَحْیِ فَاصْنَعْ مَا شِئْتَ

( بخاری رقم الحدیث : ۳۲۹۶  )

ژباړه : له حضرت ابومسعود – رضی الله عنه – څخه روایت دی چی رسول الله – صلی الله علیه و سلم – وفرمایل : هغه څه چی د مخکینیو پېغمبرانو له خبرو  څخه خلګوموندلی، ( یو ) دا دی چی کله دی حیاء نه لرله، نو څه دی چی خوښه وی، هغه کوه !!

(هغه څه کوم چی د شرف، عزت او میړانی لرونکی انسان ئې نه شی کولی )

ځکه له بدو کارو څخه د ده هیڅ راگرزوونکی نشته، نو ځکه دی هر هغه څه ته وړاندی کېږی چی د ده نفس ئې غواړی .

کله چی له چا د حیاء  صفت لاړ شی، نو هغه د بې مهاره اوښ په څېر آزادېږی او د خیر او شر تمییز ترې پور ته کېږی .

زموږ په ټولنه کی چی څومره بد کارونه تر سره کېږی، ویلی شو چی د ټولو لامل د حیاء نه شتون دی .

له دې حدیث څخه معلومه شوه چی حیاء داسی صفت دی چی د ټولو پېغمبرانو – علیهم السلام – په شریعت کی ښه صفت وو او منسوخ شوی نه دی .

عَنْ أَبِى هُرَیْرَهَ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله علیه وسلم- « الإِیمَانُ بِضْعٌ وَسَبْعُونَ شُعْبَهً فَأَفْضَلُهَا قَوْلُ لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ وَأَدْنَاهَا إِمَاطَهُ الأَذَى عَنِ الطَّرِیقِ وَالْحَیَاءُ شُعْبَهٌ مِنَ الإِیمَانِ ».

( متفق علیه مشکاه المصابیح ص : ۱۲ ج : ۱)

ژباړه : له حضرت ابوهریره – رضی الله عنه – څخه روایت دی چی  رسول الله – صلی الله علیه و سلم – وفرمایل : ایمان څو اویا شُعبې (شاخونه) دی، تر ټولو غوره ( لویه ) شُعبه  ئې د لااله الاالله   وینا ده، تر ټولو وړه شُعبه  ئې له لاری د تکلیف ور کوونکی شی لری کول دی او حیاء د ایما ن یوه  شُعبه ده .

حیاء د ایمان شُعبه او څانگه ځکه ده ځکه د حیاء خاوند د حیاء له امله له بدو کارو  راگرزی .

نو په دې صفت کی د ایمان په څېر ده چی انسان له بدو کارو راگرزوی .

مطلب دا چی په لنډ ډول  باید انسان پوه شی چی څوک حیاء نه لری، نو د هغه ایمان نیمګړی دی او حیاء د ایمان او عقیدې سره مستقیم تماس لری .

په بل حدیث کی راغلی دی :

عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِکٍ قال : قال رسِولُ اللَّه -صلى الله علیه وسلم- : «إنَّ لِکُلَّ دینِ خُلُقا ، وخُلُقُ الإسلام الْحیاءُ» رواه ابن ماجه ص: ۱۳۹۹ج : ۲)

ژباړه : له حضرت انس  رضی الله عنه   څخه روایت دی چی ر سول الله – صلی الله علیه و سلم – وفرمایل : هر دین اخلاق لری او د اسلام  اخلاق حیاء ده !!

دا وجه ده چی پېغمبران – علیهم السلام –  انتهایی حیاء ناک وو، رسول الله – صلی الله علیه و سلم –  هم د کاملی حیاء خاوند وو ، دومره حیاء چی په اړه ئې په حدیث کی داسی راغلی دی :

عن أَبِی سَعِیدٍ الْخُدْرِیِّ رَضِیَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ کَانَ النَّبِیُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَیْهِ وَسَلَّمَ أَشَدَّ حَیَاءً مِنْ الْعَذْرَاءِ فِی خِدْرِهَا، وَإِذَا کَرِهَ شَیْئًا عُرِفَ فِی وَجْهِهِ .

( رواه البخاری رقم الحدیث :۳۳۶۹ و مسلم رقم : ۲۳۲۰ ریاض الصالحین ص : ۲۰۸)

ژباړه : له ابوسعیدخُدری – رضی الله عنه – څخه روایت دی، هغه فرمایلی دی چی رسول الله – صلی الله علیه و سلم – تر هغی پیغلی زیاته حیاء لرله چی په پرده کی وی ، کله به چی ئې یو شی ناخوښه شو، په مخ کی به ئې ناخوښی معلومېدله !!

خو د نبی علیه السلام حیاء داسی نه وه چی د حق له بیانولو دی ئې راوگرزوی .

خو چی د کوم صحابی یو کار به ئې ناخوښه شو، نو مخامخ به ئې نه ور ته ویل، بلکی مخ مبارک به ئې تغییر وکړ، نو  صحابه کرام به ئې په ناراضتیا پوه شول .

نو باید موږ هم په خپل خوږ پېغمبر صلی الله علیه وسلم پسی اقتداء وکړو او په ځان کی د حیاء صفت راولو ځکه په دې کی د دُنیا او آخرت گټی نغښتې دی .

و صلی الله علی نبینا محمد و علی آله و اصحابه اجمعین

 

مولوی عصمت الله عزام

 

 

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=25773

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *