په آسیایی سیالیو کې افغان لوبغاړو ته د ولسمشر ژمنه

  • خپرول: ۲۱ سنبله ۱۳۹۶
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 36102

د دری نیوز راپور له مخې ، محمد اشرف غنی تېره ورځ د ملی المپیک او د بدنی روزنې د کمېتې د مسولینو او همداراز د هغو لوبغاړو سره چې ټاکل شوې د ترکمنستان د رزمی آسیایی سیالیو په پنځم پړاو کې ګډون وکړی ، لیدنه وکړه.
لومړۍ د یادو سیالیو د بریالیو لوبغاړو ته د نغدی جایزو د ډالۍ حکم د ولسمشر فرهنګی سلاکار استاد اسدالله غضنفر له لورې ولوستل شو.
په حکم کې راغلی چې په یادو سیالیو کې د افغان لوبغاړو د ګډون او د بریالیتوب د ترلاسه کولو په موخه ددوی هراړخیزو هڅو په خاطر ، هر هغه لوبغاړی ته چې په یادو سیالیو کې د مدال په ترلاسه کولو بریالی شی ، نغدی جایزې ورکول کېژی.
همداراز په حکم کې راغلی چې د سرو زرو مدال هر ګټونکی ته ۶۷۰ زره افغانی ، د سپینو زرو مدال هر ګټونکی ته ۳۳۵ زره افغانی او د برونز مډال ګټونکی ته ۲۰۱ زره افغانی به ډالۍ شی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=36102

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *