پنتاګون: د سولې د هوکړې په صورت کې هم یوشمېر امریکایی ځواکونه په افغانستان کې پاتې کېږی

  • خپرول: ۲۶ سرطان ۱۳۹۸
  • نوملړ: امنیت او پېښې
  • د خبر شميره: 127827

پنتاګون د امریکا کنګرې ته دخپل نوی راپور په ترڅ کې اعلان کړی چې حتی له طالبانو سره د سولې هوکړې په صورت کې هم یوشمېر پیاوړی ځواکونه په افغانستان کې له ترهګریزو ډلو سره د مبارزې په موخه په دې هېواد کې پاتې کېږی.
په دې راپور کې راغلی چې امریکا، د افغانستان دولت او ناټو به په افغانستان کې د داعش، طالبانو او القاعدې د شتون له ګواښ سره مخ وی، حتی له طالبانو سره د هوکړې په صورت کې ځینې ډلې لکه القاعده، داعش او حتی د طالب ډلې یوشمېر غړی د افغانستان دولت او خلکو پر وړاندې به خپلو بریدونو ته دوام ورکړی او له دې ګواښ څخه د مخنیوی په موخه اړتیا ده ترڅو یوشمېر امریکایی ځواکونه په افغانستان کې شتون ولری.
ددې راپور له مخې، په افغانستان کې له ترهګریزو ډلو سره د مبارزې په موخه اړتیا ده ترڅو یوشمېر امریکایی ځواکونه په افغانستان کې پاتې شی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=127827

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *