پنتاګون: امریکا په افغانستان کې د آزادی ساتنې په عملیاتو کې ۱۴۳ میلیارډ ډالر لګولی

  • خپرول: ۲۲ سنبله ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 83208

د امریکا دفاع وزارت اعلان کړی چې د آزادی ساتنې په هغو عملیات کې چې په افغانستان کې ترسره شوی، ۱۳۴،۳ میلیارډ ډالر لګول شوی چې دغه عملیات د امریکایی ځواکونو ترټولو لګښت لرونکی عملیات ګڼل شوی دی.
د امریکا دفاع وزارت د CNBC شبکې د راپور له مخې، د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱ نېټې له بریدونو وروسته د نړۍ په بېلابېلو برخو کې په څو پوځی عملیاتو کې سلګونه میلیارډه ډالر لګول شوی دی.
د پنتاګون راپور په یوه برخه کې راغلی چې د افغانستان، عراق او سوریې جګړې د ۲۰۰۱ کال له سپټمبر راهیسې د امریکایی مالیه ورکوونکو لپاره څه باندې یو نیم ټریلیون ډالر لګښت پورته کړی دی. چې له دې ډلې څخه د امریکا اوسنی عملیاتونه چې په افغانستان کې د آزادی ساتنې عملیات، په سوریه او عراق کې جدی هوډ عملیات او د امریکا او کاناډا د کورنی امنیت د ماموریتونو لپاره د عقاب عملیات څه باندې ۱۸۵،۵ میلیارډ ډالر ځانګړی کړی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=83208

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *