پمپیو: امریکا د افغانستان ستونزې د حل په موخه هڅه کوی

  • خپرول: ۲۴ جدی ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 99934

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر منځنۍ آسیا ته په خپل سفر کې ټینګار کړی چې هېواد یې د افغانستان ستونزې د حل په موخه هڅه کوی.
مایک پمپیو تېره ورځ د قطر پلازمېنه دوحه کې له خپل قطری سیال شیخ محمد بن عبدالرحمن سره د یو ګډ خبری کنفرانس په ترڅ کې وویل: امریکا او قطر په ګډه کار کوی ترڅو د افغانستان او عراق په ګډون ځینو سیمه ییزو ننګونو لپاره حل لاره ولټوی. زموږ دفاعی اړیکې ډېر مهم او د پراختیا په حال کې دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دوې ورځې وړاندې هم ویلی وو چې د افغانستان د سولې هڅو په تړاو یې په افغانستان کې د امریکایی ځواکونو له عمومی قوماندان جنرال سکاټ میلر او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد سره خبرې کړی دی.
د مایک پمپیو په وینا، افغانان او د ناټو ملګری د افغانستان ستونزو د دایمی حل لارې پرسر کار کوی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=99934

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *