پمپئو: د افغانستان سولې په بهیر کې د امریکا ګټې په لومړیتوب کې ځای لری

  • خپرول: ۲۲ حمل ۱۳۹۸
  • نوملړ: نړیوال
  • د خبر شميره: 112078

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپئو وایی: غواړو د افغانستان سولې په بهیر کې ډاډ ترلاسه کړو چې په دې بهیر کې د امریکا ګټې خوندی ساتل کېږی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ددې هېواد مشرانو جرګې د بودجې کمېټې په غونډه کې له طالبانو سره د سولې وروسته د افغانستان مېرمنو لاسته راوړنو د خوندی ساتلو په اړه د یوه سناتور پوښتنې په ځواب ټینګار وکړ چې د مېرمنو حقونه به خوندی وی او سوله به د مېرمنو حقونو له مراعات کېدو سره مل وی
ده زیاته کړه چې واشنګټن هڅه کوی ترڅو د القاعدې او داعش په څېر ترهګریزې ډلې پر افغانستان حاکم نشی.
ده ټینګار وکړ چې امریکا اجازه نه ورکوی ترڅو ترهګریزې ډلې یوځل بیا په افغانستان کې واک ترلاسه کړی او د نړۍ امنیت له ګواښ سره مخ کړی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=112078

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *