پلان څه شی دئ؟ | محمد انور ولید 

  • خپرول: ۶ حوت ۱۳۹۶
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 47137


Fb-Button

د پلان تعریف:

د مخه یوې جوړې شوې طرحې ته پلان وایی چې په منظمه توګه د یوه اجرائیوی کارنده مسلکی اومتخصص مدیریت له خوا پلی کېږی.

پلانونه عموماً دوه ډوله دی:

لومړی :ـــ رغنده کاری پلان:

په دې پلان کې اصلی موخه، د پلان لومړیتوبونه ، د پلان ډولونه ، د پلان لارښود، د پلان مهم پړاوونه ، د پلان اغېزمنتیا ، د پلان ښېګڼې، د پلان په وړاندې پراته خنډونه اود ستونزوهواری ، د پلان جوړونې مهارتونه ، د پلان جوړونې ډول ډول اړخونه . د پلانونو اصلی ژمنې ، په اداروکې د اجرائیی پلان د عملی کېدوله پاره انعطاف پذیرۍ ته رغنده کاری پلان ویل کېږی چې د یوې ملی پروسې له مخې د یوه صادق کارنده او متخصص مدیریت له خوا پرمخ وړل کېږی .

پلانونه عموماً د لنډ مهال ، منځمهال اواوږد مهال له پاره جوړېږی ، ترڅوپه نږدې ، متوسطه اولیرې ماضی کې د یوه مطلوب وضعیت د طرح کولوانځوریزاستعداد په کې موجود اود داسې لاروچارواووسایلوپیداکېدواوجوړېدوهڅې په کې شوې وی چې ورته د رسېدوامکانات برابروی . همدا رنګه په دې پلان کې دداسې عملیاتوطرح کول چې دهغې موضوع له پاره وارله مخه د یوې کړنلارې په توګه تعریف شوې ، بدلون ورکړی.

خوداچې پلان جوړونه د یوې ټاکلې حقیقی موخې اوهدف ترسره کېد وته اړتیا لری ، نودغه پلان جوړونه بیا څه شی ده ، اود کومې منبع له خوا بایدعملی اوپلی شی؟

دا خوټولوته معلومه ده چې یوکاردعلت اومعلول له کبله را منځته کېږی چې ترسره کېدل یې فاعل ته اړتیا لری ، اوفاعل دلته مدیریت دئ چې اصطلاحی تعریفونه یې خورا زیات دی . د بېلګې په توګه:

ځانګړیوموخوته د رسېدوپه صورت کې د وګړود بوځتیاوواوامکاناتوکنټرولولواود اصولی اوقانونی بنسټیزې محورې پلان جوړونې اوپه مختلفواړخونوکې د هنرې پوهې په کاراچولواورهبری کولوته مدیریت وایی ، خو په دې شرط چې اغېزمنه کاری برنامه په کې موجوده وی ، ځکه پرته له کاری برنامې څخه هېڅ مدیریت نه شی ترسره کېدای.

سره له دې چې پرپلان جوړونې باندې د سیاسی تصمیم نیولود ډېرنفوذ له امله لاهم نا انډ وله تعریفونه ، څېړنې ، تبصرې اوشننې روانې دی ، خوبیا هم د بېلګې په توګه موږ پلانونه په لاندې څوکته ګوریوباندې سره وېشو:     

د رغنیزوپلانونوډولونه:

دغّ ډول پلانونه څو ډوله دی لکه : امنیتی پلان ، اقتصادی پلان ، سیاسی پلان ، پراختیا یی پلان ، ملی پلان ، صحی پلان ، کرنیزپلان ، ښوونیزپلان ، ټولنیزپلان ، تدارکاتی پلان، د کورنۍ پالېسۍ پلان ، د بهرنۍ پا لېسۍ پلان ، د طبیعی زېرمورا ایستلوپلان ، د ملی شتمنیوخوندی کېدوپلان ، د ملی زېرموتولیداتوته د بازارموند نې پلان ، د اوبود مدیریت پلان ، د برقی اوحرارتی انرژیوتولیدی پلان ، تجارتی پلان ، د طبیعی پېښود مخنیوی پلان ، (ورځنی ، اوونیز ، میاشتنی ، کلنی ، پنځه کلن ، لس کلن ، پنځلس کلن ، پنځه ویشت کلن ، پنځوس کلن اونورپلانونه )، چې دا ټول د مدیریت له خوا پرمخ وړل کېږی.

خو پلانونه ټول د مدیریت په واسطه پرمخ وړل کېږی . اوس به وګورو چې مدیریت څه شی دئ ؟            

مدیریت څه ته وایی؟

په یوه ټاکلی وخت کې د پولی اومالی منابعواوبشری ځواک پرمټ د لوژیستیکې اولمړنیوموادوپه کارولوسره د مخه په سنجول شوی اوترتیب شوی ډول د یوې پروژې منظمې بنسټیزې موخې اوطرحې عملی کولو ، ارزیابی کولواوڅارلوته مدیریت ویل کېږی.

خوافغانستان څه ډول پلانونواوکوم ډول مدیریت ته اړتیا لری چې د امکان تربریده په نظراوعمل کې سره برابراوؤلس ورسره د اقناع په صورت کې همغږی شی ، خپل ؤلس ، سیمې اونړۍ ته پرې رغنده انځوروړاندې اوکورنی اوبهرنی خنډونه اوستونزې پرې له منځه یوسی ، ترڅود پلان محتویات اود مدیریت ډول یې خلکو ته باوری ، غیرجانبدارانه اورغنده افغانی ثابت شی.

خودا ټول په هغه صورت کې امکان لری چې په کورد ننه د خود جوشه باورمند ریښتینی ملی یووالی په محسوس محوری شتون کې یوداسې ملی مدیریت را منځته شی چې پرلیرې اونږدې ټولوباندې پرته له تبعیضه یوخېل مثبت اغېزوښندی.

په دې معنا چې امنیتی اود فاعی ، روغتیایی ، تعلیمی ، اقتصادی ، رغنیزې ، ټولنیزې ، سوداګریزې ، کورنی  تولیدات، بهرنی عائدات، کورنی اوبهرنی سیاستونه اود اداری مشارکت ټول سیستمونه اواړیکې یې په متعادله اومتوازنه توګه د یوه ګډ ملی پلان له مخې پرته له رکود اوسقوط څخه پرمخ روانې وی.

د بېلګې په توګه ؛ په اقتصادی برخه کې په ( ټاپی ) ، ( کاسا زر) ، ( ورېښمولارې ) او(هوایی لارې ) اقتصادی کوریدورونویا دهلېزونوسره د آسیا په وچ زړه کې زموږ ایسارافغانستان د سیمې اونړۍ له هېوادوسره خپله ترانزیتی لاره وموندله ، چې ددغومواصلاتی شارګونوله فعالېد و سره به یوځل بیا د آسیا زړه ته اقتصادی وینه پمپ ، له کاره لوېدلی آسیایی زړه به له سره پرخود جوشه فعالیت باندې پیل وکړی اوزموږهېواد به د محوری متمد نې څلورلارې په توګه د یوه سترا تیژیک پلان او رغنده مدیریت په شتون کې ټوله نړۍ سره ونښلوی.    

د ستراتېژیک پلان جوړول:

زموږ د سترا تېزیکی پلان جوړونې په پروسه کې د یوغیردولتی سازمان ( ان . جې .او.) دهویت د مظهری شتون د حُجت له پاره د یولړاصولواومقرراتوپه صورت کې د تصمیم نیولومنظمه هڅه اوموخه باید رڼه او څرګنده وی او په دولتی سکتورکې خوبایدلا نورنورهم څرګند او شفاف سیستم فعال شی . خودا کارد اداری اصلاحاتود پلان له مخې تحقق پیدا کولی شی چې متأ سفانه دغه ډول اصلاحی پلانونه د کورنیواوبهرنیوتخریبې مداخلواوزدوبندونوله امله په ډېره سختۍ اوزیاتوقربانیو ورکولوسره پلی کېږی چې د سراومال بیه یې یوازې مظلوم افغانان پرې کوی اوګټې یې له حکومت سره موازی هغه خپلسرې ( ان. جی . او. ) ګانې وړی چې د افغانستان د بیا رغونې په پلمه یې د ټولوبهرنیودونرانومخونه خپل ځانته وراړولی اوپه خپله خوښه یې خپل ځانته امتیازات پرې د ځان کړی دی ، چې دا بیا د افغان حکومت له پاره هم یوسترسرخوږی جوړشوی دئ . ځکه د مرستوغږ شته ، خوپه فزیکی لحاظ مرستې اود هغواغېزنه ښکاری. ځکه خو زموږ هېواد سږ کال هم د تېرکال په څېر په اداری فساد کې څلورم مقام خپل کړی.  

حکومت یوه مسؤوله ذمه واره مرجع ده چې باید ددغه ډول خپلسریومخه په خپل کاری ځواکمن مدیریت سره ونیسی ، اود خپل حکومت ترڅنګ د کورنیواوبهرنیوزورواکواو( پې آر ټی ) ډوله حکومتونوواک اختیارپه خپل ملی زورسره وراوبه کړی ، ترڅود بیا له پاره د ولایتونوخپلسری والیان اوقوماندانان د افغانستان د ملی وثیقې اوقانون خلاف د مرکزی ادارې پرضد بغاوت ونه کړی . حکومت اړدئ په دې برخه کې یوې خواته د یاغیانو په وړاندې کوټلی ګامونه پورته کړی اوبلخوا خپلې ادارې په منظمه توګه ګام په ګام په افغانی صبغه اصلاح اوپاکې کړی ، نه په بهرنیواشارو.

د اداری اصلاحاتوپلان څه ته وایی؟

ددې پلان په بهیرکې مدیریالارښود دا درس اوتجربه ترلاسه کوی چې څه ډول خپل سودا ګریزلید لوری ‌Bus iness Vsibn) د ډله ئیزو مبتکرانه نیوکوپه کارولوسره تعریف اووپېژنی ؟ سترا تژیک تفکریو داسې افزاراویوه داسې آله ده چې له مدیرانوسره په پلان جوړونه کې د بدلون راوستوله پاره د مخ پرودې نوښتونوسره مرسته کوی اود مدیریت په حوزه کې نوی فرصتونه منځته راوړی.

له دې څخه تېرېږو،اوس به راشود ېته چې په اوس وخت کې افغانستان څه ډول پلانونواوکوم ډول مدیریت ته اړتیا لری ؟

دوهم : ـــ تخریبی پلان : دا پلان له رغنیزپلان سره څه تو پیرنه لری ، خوتوپیریې یوازې په دې کې دئ چې په تخریبی پلان کې د پلان ټول محتویات د رغنیزپلان خلاف د تخریب له پاره په مدیریتی توګه په کاروړل شوی دی چې د جوړولو پرځای ړنګول په کې مطرح وی . لکه د پاکستان اونورواستخباراتی شبکو له خوا په افغانستان کې د ځانمرګی بریدونو پلانونه عملی کول اود هغوی مدیریت. 

دا خوښکاره خبره ده چې افغانستان له تېرو(۴۰) کالورا په ایسته د ډول ډول تخریبی پلانونواو مدیریتونوپرمټ ړنګ شوی چې یوملی اودولتی بنسټ په کې روغ پاتې نه شو، هرڅه ته په کې صد مه رسېد لې ، چې څه په کې له بېخه ړنګ دی ، څه  له سره بیا رغونې ته اړتیا لری اوڅه نوربیا داسې دی چې مرمت اوترمیم ته اړتیا لری، خوپه کومو مرستو او کومو امکاناتو؟

ځکه بهرنۍ مرستې اوکورنی تولیدات اوعائدات خوټول په دا تېرو(۱۷) کالوکې په ښکاره پرد یومافیایی جیبونواوبانکونوته ولوېدل اوپه میراث یې موږته یوازې ړنګ هېواد اووران ویجاړپه رشوتونواواختلاسونو روږدی اداری سیستمونه ترشا پرې اېښی چې پراصلاح کولواوپاکولویې له تېرودرېیوکالورا په ایسته ترنن پورې یوه څنډه هم سمه پاکه نه شوه اود حکومت دری کالن عمرهسې خوشې عبث په کې تېرشو.

ځکه بیا رغونه خوکه لږه وی یا ډېره ، د بیا رغونې بېخپوره پلان جوړونې ، لومړنیوخامواوپخولوموادو ژیستیکی امکاناتو، ترانسپورتی منظم سیستم ، بشری مسلکی ځواک ، امنیت ، د اړتیا وړمحسوس لومړیتوب ، پولی اواقتصادی منابع اوکارنده صادق اومسلکی مدیریت ته اړتیا لیدل کېږی ، په دې شرط چې د امکان تربریده پلان اومدیریت دواړه له ؤلس سره په بیا رغونه کې همغږی ولری ترڅوپه کورد ننه اوله کوره د باندې د رغنده دېپلو ماسۍ په ترسره کولوسره شته ستونزې اوخنډونه له منځه یوسی اونورې نړۍ ته د قناعت وړسم اوپرځای داسې له محتوا ډک رغنده افغانی ، غیرجانبدارانه اوباوری انځورونه اوبېلګې وړاندې کړی چې د پلان ټول ارزښتونه په اغېزمنه توګه په کې محسوس او په ډاګه شی .

په راتلونکې کې د یوه مطلوب وضعیت طرح کول اوترسیم اودداسې لاروچاروبرابرول اوتعریفول چې پلان جوړونې ته د رسېد و له پاره وسائل په کې پیدا کړی ترڅود یادو وسائلو په واسطه د پلان جوړونې عملیات ور باندې طرح کړی.

موخې :

هغه موخې چې په هره برخه کې یې پلان تعریف شوی :

پلان جوړونه:

یو پلان څنګه جوړېږی؟

د پلان جوړونې تعریف : په راتلونکې کې د یوه مطلوب وضعیت طرح کولو، ترسیم اودداسې لاروچارواو وسائلو پیدا کېد وته پلان جوړول وایی چې پرمټ یې دداسې عملیاتوطرحې ته بدلون پرې ورکړی چې د هغې موضوع له پاره مخکې له مخکې د یوې لارې په وسیله تعریف شوې ده اود پلان جوړونې هدف ته رسېدل ورباندې ترلاسه کېدای شی. افغان حکومت دې همداسې پلانونه جوړاو مدیریت کړی څو پر خپلو پښو د درېدواو خود کفاء کېدو له مخې د نوروله مداخلو پرې خلاص شو، ځکه زموږله پاره د لومړیتوب پلان اواصلی موخه همدغه ده.   

اړوند مطالب


د کال لومړۍ ورځ/ محمد انور ولید


د پاچا شرط اوهوښیار وزیر/ محمد انور ولید


امنیت اود فاع/ محمد انور ولید


معلم | محمد انور ولید   

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=47137

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *