پسرلی

  • خپرول: ۱۲ حوت ۱۳۹۶
  • نوملړ: بېلابېل
  • د خبر شميره: 48012

شاعر : جبیر احمد مشهود
اه مسته زمزمه ده د غزاوو پسرلی
سنګر ته مو راغلی د بریاوو پسرلی
اشغال به ماتوو زلمیو هلی رابیدار شئ
لمانځو به بیا د تورو په پړکاوو پسرلی
تیارو کی ښخی شوی د اجل په نوم نیزی دی
د ستورو سره مل شو د رڼاوو پسرلی
دا جوړه قافیله به تر سهاره پوری درومی
دوښمن ته به نصیب کړی د ژړاوو پسرلی
دا مستی زمانی به یې په خپلو سترګو وینی
د هیلو په ګلبڼ کی د بوراوو پسرلی
اوس ځو راپسی پورته کړئ لاسونه په دوعاوو
راوړو به ړنګ محفل ته د ځلاوو پسرلی
زخمونه د زړګی به مو درمان کړی په درملو
د سولی په جامه کی د خنداوو پسرلی
مرغان به بیا نغمې د ازادۍ وایې مشهوده
د فتحو لمر به لمانځی پر صحراوو پسرلی

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=48012

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *