پر هندی پیلوټ ملنډې؛ پاکستان کې تلویزیونی اعلان ناندرۍ را پارولی

  • خپرول: ۲۲ جوزا ۱۳۹۸
  • نوملړ: بی بی سی
  • د خبر شميره: 120347

د انځور حقوق
Pakistan Information Ministry (ISPR)

Image caption

هندی پیلوټ ابینندن د سږکال لومړیو کې پاکستان نیولی و

د هند او پاکستان ترمنځ وضعیت یو ځل بیا تاوجن شوی، خو دا ځل یې لامل کرېکټ دی. دواړه هېوادونه به د راتلونکې یکشبنې پر ورځ د کرېکټ نړیوال جام سیالیو په ترڅ کې د برتانیا په مانچسټر ښار کې سره مخامخ کېږی.

د دې مهمې او حساسې لوبې په درشل کې پر پاکستانی تلویزیونی یو سوداګریز اعلان هندیان په غوسه کېږی.

په دې اعلان کې ‎پر هغه هندی پیلوټ یو ډول ملنډې وهل شوې دی چې تېره فبرورۍ میاشت کې یې جېټ الوتکه د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې ولوېده او د پاکستانی پوځیانو لخوا ونیول شو.

پیلوټ ابینندن له نیول کېدو وروسته پاکستانی چارواکو پر واګه بندر هند ته سپارلی و

پیلوټ ابی نندن څو ورځې وروسته د لومړی وزیر عمران خان د بښنې له مخې بېرته هند ته سپارل شوی و. هند ته په رسېدو د ابی نندن تود هرکلی وشو او له هغه وروسته هلته په هند کې د یوه اتل په سترګه ورته کتل کېږی.

هندی الوتکې وروسته له هغه د پاکستان هوایی حریم ته ننوتلې وې چې په سرینګر کې یوه ځانمرګی بریدګر د هند د پوځ څلوېښت سرتېری ووژل.

د انځورکاپی حقونه @hvgoenka


د @hvgoenka په مټ ټویټر  تبصره : Shameful for Pakistan to ridicule a favourite #Abhinandan forward of #INDvsPAK World Cup cricket game. We need to retaliate!
د انځورکاپی حقونه @hvgoenka

په دې جنجالی تلویزیونی اعلان کې یو کس د هند د کرېکټ ملی لوبډلې کمیس اغوستی او د هندی پیلوټ ابی نندن په څېر برېتونه او څېره لری.

په ویډیو کې هغه صحنه تصویر شوې چې پاکستانی پوځیان له پیلوټ ابی نندن څخه پوښتنې ګروېږنې کوی.

د انځورکاپی حقونه @shraddha_singh7


د @shraddha_singh7 په مټ ټویټر  تبصره : #Abhinandan 🙏Dear Indians, don't bother, we are approach above them.They have to bob so low to feel good about themselves.And remember, INDIA has never mislaid to Pakistan in World Cup. (1992-2015)
د انځورکاپی حقونه @shraddha_singh7

د انځورکاپی حقونه @atulsachan1234


د @atulsachan1234 په مټ ټویټر  تبصره : Look during a goodwill gesticulate from @ImranKhanPTI . Stooped to a new low. They always uncover what they unequivocally are. #abhinandan is a pride.  )
د انځورکاپی حقونه @atulsachan1234

د انځورکاپی حقونه @Taniyaamehtaa


د @Taniyaamehtaa په مټ ټویټر  تبصره : Did we guys watch a new Pakistan ad where they mocked a tanned officer abhinandan? Well, we all make ads and try to put any other down generally when sports is involved. All we have to contend is, only get it behind India and uncover them who we are! ♥️ #worldcup
د انځورکاپی حقونه @Taniyaamehtaa

د انځورکاپی حقونه @ritayanbasu


د @ritayanbasu په مټ ټویټر  تبصره : This is shameful.Please only let this be a cricket match. This is over only elementary banter. #CWC19#INDvPAK
د انځورکاپی حقونه @ritayanbasu

د انځورکاپی حقونه @Surgeon_DJ


د @Surgeon_DJ په مټ ټویټر  تبصره : Pakistan is so spooky with Abhinandhan that they are prepared to settle for only tea crater sipped by a favourite instead of a genuine World Cup. #Abhinandan #Pakistan
د انځورکاپی حقونه @Surgeon_DJ

یو شمېر کسان له دې کس نه پوښتنه کوی چې د کرېکټ لوبې لپاره به د هندی لوبډلې تګلاره څه وی او په لوبډله کې به څوک وی.

خو دا کس هم د اصلی پیلوټ ابی نندن په څېر له ځواب ویلو ډډه کوی او وایی:

“وبښئ. زه په دې اړه څه نشم ویلی”.

په هند کې ګڼ شمېر کسانو پر خواله رسنیو د دې اعلان په اړه خپله غوسه او ناخوښی څرګنده کړې او پاکستان یې ملامت کړی چې د نامناسبه او د شرم وړ ټوکه یې کړې ده.

یو شمېر نورو بیا لیکلی، د پاکستان تلویزیون د دې اعلان تر ټولو ښه ځواب به دا وی چې هند د یکشنبې لوبه وګټی.

ځینی نورو بیا لیکلی چې له پاکستان سره ځان مه سموئ، موږ تر دوی ډېر لوړ یو. دوی مجبور دی همدې کچې ته ولوېږی چې د ځان په اړه ښه احساس وکړی.

نورو بیا دې تاریخ ته هم اشاره کړې ده چې هند هېڅ کله هم د نړیوال جام په سیالیو کې پاکستان ته لوبه نه ده بایللې. ټاکل شوې ده چې یکشنبې پر ورځ په مانچسټر ښار کې د هند او پاکستان.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=120347

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *