پر طالبانو د بریدونو د درولو په تړاو له امریکا څخه ددې ډلې مشر غوښتنه

  • خپرول: ۱۸ اسد ۱۳۹۸
  • نوملړ: فرهنګ او ټولنه
  • د خبر شميره: 130364

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده د لوی اختر په مناسبت په خپل پیغام کې په غیر مستقیم ډول د اختر په شپو ورځو کې د اوربند اعلان کړی دی.
په دې پیغام کې، چې نن (پنجشنبه) خپور شوی دی، راغلی «مجاهدو وروڼو!تاسی ته مې هدایت دا دی چې د اختر په ورځو کې د خپل مؤمن ولس هوساینې، خدمت او خوندیتوب ته پوره توجه وکړئ. د هیواد والو د خوشحالۍ او ارامۍ لپاره ټول لازم اقدامات ترسره کړی. د شهیدانو، معیوبینو او بندیانو د کورنیو پوښتنه وکړی او د خپل توان په اندازه ورسره مرسته وکړی.»
هبت الله اخوندزاده دا پیغام یوازې یوه ورځ له دې خپور کړ چې په کابل کې د طالبانو په انتحاری موټربمی برید کې ۱۵۰ تنه افغانان ژوبل یا ووژل شول.
ده په عین حال کې د اعتماد د رامنځته کولو لپاره له امریکا غوښتی چې بمبارۍ او حملې ودروی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=130364

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *