پر انټر کانټیننټل هوټل باندې د وسله والو برید د ۱۲ ساعتونو وروسته پای ته ورسېد

  • خپرول: ۱ دلو ۱۳۹۶
  • نوملړ: امنیت او پېښې
  • د خبر شميره: 41343

افغان امنیتی چارواکی وایی، د کابل پر انټر کانټیننټل هوټل وسله وال برید یې د بریدګرو په وژلو پای ته رسولی دی.
په پېښه کې شپږ کسان وژل شوی چې یوه بهرنۍ هم پکې ده او اووه نور کسان ټپیان دی. د کورنیو چارو وزارت وایی څلور ټپیان پولیس سرتېری دی.
طالبان وایی برید دوی کړی.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت دغه برید د حقانی شبکې کار بولی چې وایی “پټنځایونه یې له هېواده بهر دی “.
افغان ځواکونه وایی، دوی توانېدلی ۱۶۰ کسان وژغوری چې پکې ۴۱ بهرنیان دی.
عینی شاهدان وایی په هوټل کې ایسارو خلکو د ځان ژغورنې هڅه کوله. په یوې خپره شوې ویډیو کې یو کس لیدل کېږی چې غواړی د یوه ټوکر په مرسته د هوټل له برنډې لاندې کښته شی، خو له هماغه ځایه لاندې لوېږی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وایی، پېښه تېر ماخوستن شاوخوا نهه بجې رامنځته شوه چې افغان امنیتی ځواکونه سملاسی د پېښې ځای ته ورسېدل او له بریدګرو سره یې نښته پیل کړه.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=41343

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *