پر افغانستان باندې د هند او اسراییل اړیکو د پراختیا اغیزې

  • خپرول: ۲۰ سنبله ۱۳۹۶
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 35895

د کوم شک پرته د بهرنی سیاست په برخه کې د نوی دهلی یوه اصلی موخه ، دخپل سیال پاکستان کمزور کول او ماتی ورکول وه چې هند په دې برخه کې بېلابېل اقدامات ترسره کړی دی.
د هند دولت د پاکستان یو ګاونډ په توګه د بنګلادیش سره اړیکه ټینګه کړه او په میلیونونه ډالر دغه هېواد ته بلاعوض پور ورکړ او حتی په هغه سفر کې چې حسینه واجد نوی ډهلې ته درلود ، ښاغلی مودی ددغه هېواد د وسلو او تجهیزاتو د میلیونونه ډالرو د پلورلو مسولیت پرغاړه واخست ترڅو ددغه هېواد پام را جلب کولو له اړخه ډاډ ترلاسه کړی.
په دویم ګام هندی چارواکو پرېکړه وکړه چې د پاکستان شمالی ګاونډ یعنی افغانستان خواته ولاړ شی ، هغه ځای چې شونی ده د پاکستان په اړه د افغانستان خلکو لیدلوری او د هېواد په کورنیو ناامنیو کې ددغه هېواد تورن بللو ته په پام د هند دننه کېدو زمینه وړاندې برابره شوې وه ، خو اشرف غنی د آسیا زړه کنفرانس په ترڅ کې د کابل نوی بندیز او د هند په اړه خپل غبرګون اعلان وکړ.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=35895

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *