پرون یکشنبه په پروان ولایت کې د ارغوان ګل اوم فیسټیوال ترسره شو

  • خپرول: ۲۶ حمل ۱۳۹۸
  • نوملړ: فرهنګ او ټولنه
  • د خبر شميره: 112713

د ارغوان ګل اوم فېسټیوال د یکشنبې په ورځ ( وری په ۲۵مه) د پروان ولایت د چاریکار ښار په ګل غونډۍ کې ترسره شو.
په دغه فېسټیوال کې، ځینې حکومتی چارواکی، د هېواد د بېلابېلو ولایتونو په سلګونه تنو په ځانګړو توګه مېرمنو ګډون کړی وو.
د موسیقۍ ترسره کول، د سرګرمۍ او تفریح پروګرامونه او همدارنګه د کرنیزو توکو او نقاشۍ نندارتون د دغه پروګرام له برخو څخه وو.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیالې مژګان مصطفوی په دې اړه وویل:«نوی کال مو د ننګرهار په ښکلی ولایت کې د نارنج ګل له فېسټیوال سره پیل کړ او نن مو د ارغوان ګل په فېسټیوال کې ګډون کړی دی او دا ډېر د خوښۍ ځای دی.»

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=112713

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *