پروان ولایت ته د ولسمشر غنی د سفرپه ترڅ کې دوه پروژې پرانستل شوې

  • خپرول: ۲۳ میزان ۱۳۹۷
  • نوملړ: اقتصاد
  • د خبر شميره: 87916

د هېواد ولسمشر محمد اشرف غنی پروان ولایت ته د یو سفر په ترڅ کې، د باریک آب صنعتی او کرهنیز پارک پرانست.
د ولسمشری ماڼۍ مطبوعاتی دفتر نن دوشنبه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی چې د باریک آب صنعتی پارک د یوزرو ۲۵ جریبه ځمکه په مساحت کې جوړ شوی او تردې دمه په دغه پارک کې څه باندې ۳۴۰ دځمکې نمرې صنعت کارانو ته وېشل شوی دی.
د خبرپاڼې له مخې، ولسمشر ددغه سفر پرمهال د جبل السراج – نجراب واټ لومړی فاز هم پرانستی دی.
په خبرپاڼه کې راغلی چې دا سړک څه باندې ۲۲،۵ کیلومټر اوږدوالی لری چې په اساسی ډول د آسیا پراختیایی بانک په مرسته پاخه کېږی.
همداراز ارګ ویلی چې ښاغلی غنی د جبل السراج د بیارغاونې له بهیر څخه د لیدنې سربېره، د پروان خلکو په منځ کې به ویناوې هم وکړی.
ټاکل شوې ښاغلی غنی له خپل پلاوی سره له پوځی او ملکی مسولینو، مدنی فعالانو، قومی مشرانو، ښځو، ځوانانو سوداګرو او صنعت کارانو، عالمانو او د ښوونځیو او پوهنتونونو له استادانو سره هم په جلا جلا توګه لیدنه وکړی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=87916

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *




88 − = 79