پاکستان کې له طالبانو سره د امریکایی استازو غونډه وځنډېده

  • خپرول: ۲۹ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر یک
  • د خبر شميره: 105515

طالب ډله وایی، هغه ناسته چې ټاکل شوې وه نن ددې ډلې استازو او امریکایی چارواکو ترمنځ په پاکستان کې په لاره واچول شی، ځنډېدلې ده.
دغې ډلې په یوه اعلامیه کې ویلی چې د طالبانو د مرکچی پلاوی د ډېریو غړو نومونه د امریکا او ملګرو ملتونو سازمان په تور لیست کې شتون لری نو له همدې امله دوی نشی کولای سفر وکړی.
طالبان دا ادعا ردوی وایی چې ګواکې د اسلام اباد غونډه ددې ډلې له خوا ځنډېدلې ده.
دا غونډه په داسې حال کې ځنډېدلې چې افغان حکومت اسلام اباد ته د طالبانو د سفر په اړه ملګرو ملتونو سازمان ته شکایت وکړ.
د افغانستان حکومت دوه اونۍ وړاندې مسکو ته د طالب پلاوی د سفر په اړه ملګرو ملتونو سازمان ته شکایت کړی وو.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=105515

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *




2 + 2 =