پاکستان کې د افغانستان سفیر: طالبان او د افغانستان دولت یوازې د جګړې او سولې ټاکونکی اړخونه نه دی

  • خپرول: ۲۴ میزان ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 87958

په پاکستان کې د افغانستان سفیر څرګند کړ: طالبان او د افغانستان دولت یوازې په دغه هېواد کې د جګړې او سولې مسالې ټاکونکی اړخونه نه دی، بلکه د سیمې او نړۍ یوشمېر هېوادونه هم په دې موضوع کې رول لری.
د پاکستان په چارو کې د اشرف غنی ځانګړی استازی عمرزاخیلوال ټینګار وکړ: د سیمې او نړۍ یوشمېر هېوادونه په افغانستان کې د جګړې دوام یا پای په برخه کې رول لری، له همدې امله د افغانستان د سولې بهیر ډېر پېچلی دی.
په پاکستان کې د افغانستان سفیر زیاته کړه، د سولې په بهیر کې د اغېزمنو خبرواترو لپاره باید د هغو هېوادونو د ګټو په برخه کې چې د افغانستان د سولې او جګړې په برخه کې رول لری، همغژی رامنځته شی چې دا کار ډېر ستونزمن دی.
د اشرف غنی استازی وویل: اوس مهال د افغانستان دولت او طالبانو ترمنځ اړیکې شتون لری او حتی دواړو خواو په غیررسمی توګه خبرې وکړې خو نشو کولای هغه خبرې اترې وګڼو.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=87958

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *