پاکستان: په افغانستان کې به نوی حکومت رامنځته شی

  • خپرول: ۲۵ حوت ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر یک
  • د خبر شميره: 108505

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان په افغانستان کې د نوی حکومت له رامنځته کېدو خبر ورکړی دی.
عمران خان د جمعې په ورځ له افغانستان سره په نېږدې پوله کې د باجوړ په قبایلی سیمه کې د خلکو په منځ کې وویل چې د سولې اوسنی بهیر به په سیمه کې د سوداګرۍ پراختیا او اقتصادی پرمتګ لامل وشی.
د پاکستان لومړی وزیر ټینګار وکړ: په افغانستان کې به یو غوره حکومت رامنځته شی، هغه حکومت چې د ټولو افغانانو څخه به استازیتوب وکړی. جګړه پای ته رسېږی او سوله په افغانستان کې ټینګېږی.
د پاکستان لومړی وزیر په داسې حال کې د امریکایی استازو او طالب ډلې ترمنځ د سولې خبرو په اړه څرګندونې مطرح کوی چې د افغانستان حکومت ادعا کوی چې ددې خبرو د جزییاتو په اړه معلومات نه لری. د افغانستان ملی امنیت سلاکار حمدالله محب په دې وروستیو کې له طالبانو سره د امریکا د خبرو پر بهیر د نیوکې ترڅنګ وویل چې د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی ددې خبرو په تړاو له افغان حکومت سره سلا مشورې نه دی کړی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=108505

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *