پاکستان پر افغان کډوالو باندې فشارونو ته زیاتوالی ورکوی

  • خپرول: ۲۴ جدی ۱۳۹۶
  • نوملړ: نړیوال
  • د خبر شميره: 41139

ویل کېژی پر پاکستان باندې د امریکا فشار وروسته، دغه هېواد هم په پاکستان کې افغان کډوالو ته خبرداری ورکړی چې یوازې دغه هېواد ته هغه شمېر افغانانو ته د ننوتلو اجازه ورکوی چې د پاکستان کمپیوتری ویزې یا پاسپورت ولری.
د پاکستان کابېنې څه باندې دوه اونۍ وړاندې د څه باندې ۱.۳ میلیون افغان کډوالو د یو کلن حضور د غځولو هوکړه تایید ونه کړ چې د چارواکو په وینا، دا سیاسی پرېکړه وه او د پاکستان څخه د امریکا سختو نیوکو په غبرګون ترسره شوی چې ددغې ناستې اصلی اجندا وه.
د امریکا ولسمشر دونالد ترامپ د نیو کال په لومړی ورځ په خپله تویترپاڼه لیکلی: امریکا په تېرو ۱۵ کالو کې څه باندې ۳۳ میلیارد ډالر له پاکستان سره مرسته کړې او دوی ددغو مرستو په بدل کې د درواغ او فرېب پرته نور څه نه دی کړی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=41139

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *