پاکستان له طالبانو سره د افغان حکومت د نوی اوربند په اړه غبرګون ښودلی

  • خپرول: ۲۹ اسد ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 78304

د پاکستان حکومت د لوی اختر په مناسبت کې د افغانستان د حکومت له خوا د نوی اوربند د اعلان هرکلی وکړ.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلی، چې د پاکستان حکومت د هغو ټولو هڅو ملاتړ کوی چې په افغانستان کې یې د سولې او ثبات د ټیګښت لامل ګرځی.
خبرپاڼه زیاتوی، چې د پاکستان په دې باور دی چې لوی اختر د نوی اوربند لپاره یو مناسب فرصت دی او د جګړې له ټولو ښکېلو اړخونو څخه وغوښتل چې د لوی اختر او د قربانی سپیڅلی دود په درناوی د یوې اوږدې مودې لپاره اوربند اعلان کړی.
د یادونې وړ ده چې ولسمشر محمد اشرف غنی د لوی اختر په مناسبت کې نن ماښام له وسله والو طالبانو سره مشروط اوربند اعلان کړ.
نوموړی نن د افغانستان د خپلواکی په ۹۹ یمې کلیزې د نمانځنې په مراسمو کې وینا پر مهال وویل ”موږ د سولې، انتخاباتو او اصلاحاتو لپاره ژمن یوو او په دې هکله له استثنا پرته له ټولو اقشارو سره سلا مشورې شوی او دا مشورې دوام لری. “

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=78304

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *