پاکستان: د ښځو له ملا تیر نه د مغز ایستلو پېښو څېړنه کېږی

  • خپرول: ۲۴ دلو ۱۳۹۶
  • نوملړ: بی بی سی
  • د خبر شميره: 44941

د پاکستان عامې روغتیا فدرالی وزېره سایره افضل تارړ وایی، پنجاب ایالت کې د ښځو له ملا تیر نه د مغز سپاینل فلویډ ایستلو پېښو څېړنې لپاره یې یوه کمېټه ټاکلې ده.

د انځور حقوق
Getty Images

Image caption

چارواکی وایی تر اوسه معلومه نه ده، چې دغو کسانو د څه هدف لپاره د ښځو له بدنونو مغز ایستل

چارواکی وایی دغه پېښې د پنجاب ایالت حافظ اباد سیمه کې شوې او د یو شمېر ښځو د ملا له تیر نه داسې حال کې اوبلن مغز ایستل شوی، چې دوی پرې خبرې نه وې.

سپاینل فلویډ یا د هډوکی مغز د دماغ او ملا تېر شاوخوا کې یو ډول اوبلنه ماده ده، چې دماغ او د ملا تیر د جټکې یا ټپی کېدو په صورت کې له زیانه ژغوری.

ایف ای اې: پنجاب کې د ماشومانو تر ټولو ډېر نامناسب فلمونه پر انټرنېټ خپرېږی

پر څلور کلنې ماشومې د جنسی تېری مشکوک کس ډی این اې ورته ده

د اووه کلنې زینب د وژنې په تور یو کس نیول شوى

بل لور ته ځایی پولیسو ویلی، دغه قضیه کې یې څلور کسان نیولی دی.

د ګوجرانواله سیمې پولیسو یو افسر اشفاق احمد خان بی بی سی ته وویل، سرفراز نومی سړی د سیمې اوسېدونکو ښځو ته ویل، چې حکومت د بیوزله نجونو او کونډو د واده لګښت لپاره پېسې ورکوی، خو شرط پکې دا دی، چې باید دغه نجونې او ښځې نه یوازې یوه فورمه لاسلیک کړی، بلکې د طبی معایناتو لپاره د وینې بېلګه هم ورکړی.

پولیس وایی تورن کس د وینې بېلګې تر لاسه کولو په پلمه د هغو ۱۲ ښځو د ملا له تیرونو مغز ایستلی، چې د ده خبره یې منلې ده.

چارواکی وایی تر اوسه معلومه نه ده، چې دغو کسانو د څه هدف لپاره د ښځو له بدنونو مغز ایستل. پولیس دغه راز وایی، د سیمې اوسېدونکو ته د سرفراز او یوې نیول شوې ښځې امنه کړه وړه مشکوک ښکاره شول او پولیس یې پرې خبر کړل.

د انځور حقوق
Getty Images

Image caption

پولیس وایی تورن کس د وینې بېلګې تر لاسه کولو په پلمه د هغو ۱۲ ښځو د ملا له تیرونو مغز ایستلی، چې د ده خبره یې منلې ده.

پولیس وایی دغو کسانو ښځې روغتون ته نه بیولې، بلکې د امنې کور کې یې د هغوی له بدنونو مغز ایستل، چې په وینا یې د کور فریج کې د ۱۲ ښځو د (سپاینل فلویډ) بېلګې موندلې دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=44941

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *