پاکستان د نفتو او ګازو د سترو ځېرمو د کشف په حال کې دی

  • خپرول: ۱۶ اسد ۱۳۹۷
  • نوملړ: اقتصاد
  • د خبر شميره: 75262

یو پاکستانی چارواکی ویلی چې یو نفتی شرکت په دغه هېواد کې د نفتو او ګازو د سترو ځېرمو د کشف په حال کې دی چې شونی ده له اېران سره د یاد هېواد پولې ته څېرمه د نفتی توکو سترې ځېرمې ترلاسه کړی.
داون ورځپاڼې د پاکستان انتقالی دولت د بهرنیو چارو وزیر په حواله اعلان کړی چې د امریکا نفتو شرکت د پاکستان او اېران پولې ته څېرمه د سترو نفتی ځېرمو د کشف په درشل کې شتون لری چې شونی ده دغه ځېرمې حتی د کویت ځېرمو له کچې هم لوړ وی.
عبدالله حسین هارون د پاکستان د سوداګریزو خونو د غړو په منځ کې اعلان وکړ چې د اکسون مبایل شرکت تردې دمه د اېران او پاکستان پولې ته څېرمه څه باندې پنځه زره ځای کیندلی او د نفتی سرچینو د کشف په اړه ډېر خوشبین دی.
د امریکا اکسون مبایل د نفتو او ګازو شرکت په نړۍ کې دوهم ستر شرکت دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=75262

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *