پاکستان د شاهین ۲ بالستیک توغندی په بریا سره آزمایښت وکړ

  • خپرول: ۲ جوزا ۱۳۹۸
  • نوملړ: نړیوال
  • د خبر شميره: 117481

د پاکستان لوی درستیز ویاند د یوه بالستیک توغندی له بریا آزمایښت څخه چې د اټمی برخې د لېږدولو توان لری، خبر ورکړ. په ورته حال کې اسلام اباد لېوالتیا ښودلې چې له هند سره د سولې خبرې پیلوی.
د اطلس خبری سرچینې د راپور له مخې، د پاکستان لوی درستیز ویاند جنرال آصف غفور په یو ټویټ کې لیکلی: د شاهین دوه په نامه توغندی په بریا سره آزمایښت شو. هغه توغندی چې د کلاهک د لېږدولو توان لری او د ۱۵۰۰ کیلومټر واټن د ویشتلو توان لری.
شاهین دوه لوړ توان لری چې په سیمه کې د امنیت خوندی ساتلو په برخه کې د پاکستان ستراتیژیکې اړتیاوې په بشپړ ډول برابروی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=117481

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *