پاکستان د سولې خبرواترو کوربه

  • خپرول: ۳۰ جدی ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 100926

پاکستانی رسنیو د امریکایی استازو او طالب ډلې ترمنځ د خبرو اترو د څلورم پړاو لپاره ددې هېواد له چمتوالی خبر ورکړی دی.
که څه هم ددې غونډې کره نېټه نده اعلان شوې خو د پاکستانی رسنیو د راپورونو له مخې د امریکا او پاکستان ډیپلوماټیک چارواکی هیله مند دی چې دا غونډه به د افغانستان د سولې په برخه کې اغېزمنه وی او طالبان د افغانستان له حکومت سره مستقیمو خبرواترو ته حاضر شی.
د یادونې وړ ده چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشی دوه ورځې وړاندې د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا له ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد سره په لیدنه کې ده تنه ژمنه وکړه چې پاکستان به د افغانستان د سولې له بهیر سره مرسته وکړی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=100926

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *




47 + = 52