پاکستان د حافظ سعید پر خیریه موسسو بندیز لګولی

  • خپرول: ۲۴ دلو ۱۳۹۶
  • نوملړ: نړیوال
  • د خبر شميره: 44926

د پاکستان حکومت په خپل اساسی قانون کې له دې کبله تعدیل کړیدی چې په دغه ملک کې د فعاله اسلامپاله مشر حافظ سعید په خیریه موسسو بندیز ولگوی.
د سعید دغه دوو خیریه موسسې چې یوه جماعت الدعوه او بله فلاح انسانیت نومیږی، د ملگرو ملتونو د امنیت شورا هم د ترهگرو ډلو په لسټ کې اچولې دی. د جماعت الدعوه ډله شاوخوا د دیرشو کلونو راهیسې فعالیتونه کوی.
داسې ویل کیږی چې جماعت الدعوه د لشکر طیبه د جهادۍ ډلې سره تړلې ډله ده. لشکر طیبه په هندی کشمیر کې د هند د پوځ په ضد جنگیږی. په لشکر طیبه دا تور دی چې د ٢٠٠٨ کال د ممبۍ په حملو کې لاس لری. په دغه حمله کې ١۶۶ تنه وژل شوی و.
امریکا حافظ سعید د نړیوالو ترهگرو په لسټ کې شامل کړیدی او د هغه په نیولو یې د لسو ملیونو امریکایی ډالرو انعام ایښې دی. خو سعید وایی چې دغه تورونه بی اساسه دی. له بلې خوا د پاکستان عالی محکمې هغه ته اجازه ورکړه چې ازاد وگرځی.
د پاکستان ولسمشر ممنون حسین تیره اونۍ په اساسی قانون کې دغه تعدیل منظور کړ خو پرون د دوشنبې په ورځ یې د دغه تعدیل اعلان وکړ.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=44926

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *