پاکستان د افغانستان سره د جګړې نوی پړاو ته دننه شوی دی

  • خپرول: ۲۷ میزان ۱۳۹۶
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 38291

د پارمان استازو اعلان کړی چې د واشنتګن د نوی ستراتېژۍ د اعلان له مخې ، د اسلام اباد دولت د کابل سره نوې جګړې ته دننه شوی دی. په ورته وقت کې امریکا باید د پاکستان په وړاندې لازم اقدامات ترسره کړی.
د پارلمان مشر عبدالرووف ابراهیمی په هېواد کې د وروستیو بریدونو په غبرګون اعلان وکړ چې ددغه حالت دوام د هېواد په ګټه نه دی او د ملی یووالی حکومت هم باید دغه موضوع د جدی خبرداری په توګه په پام کې ونیسی.
دی زیاته کړه د اشرف غنی او عبدالله ترمنځ سیاسی اختلافونه په هېواد کې د امنیتی ستونزو د رامنځته کېدو لامل شوی او د ملی یووالی حکومت مشران باید د سیاسی هوکړې په موخه هڅې وکړی.
د پارلمان یوشمېر نورو استازو هم ټینګار وکړ چې د واشنګتن نوی ستراتېژۍ د اعلان وروسته ، د اسلام اباد دولت د افغانستان سره نوی جګړې ته دننه شوی دی.
ځینو استازو ټینګار وکړ چې د امریکا دولت نباید د پاکستان اقداماتو په وړاندې بې غوره پاتی شی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=38291

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *