پاکستان: د افغانستان د سولې لپاره د امریکا سره ګډ کار کول غواړو

  • خپرول: ۱۹ دلو ۱۳۹۶
  • نوملړ: نړیوال
  • د خبر شميره: 43991

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر احسن اقبال په واشنگټن کې د جمهوری غوښتونکی سناتور لنډی گراهم سره په ملاقات کې ویلی دی چې پاکستان غواړی د امریکا سره په همکارۍ د افغانستان د سولې لپاره کار وکړی.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر احسن اقبال چې دا وخت واشنگټن ته په سفر راغلی دی، وویل چې د افغانستان امنیت د پاکستان په گټه تمامیږی او ترڅو چې په افغانستان کې ترهگریز بریدونه دوام ولری، په پاکستان کې د سولې راتلل ممکن ندی.
هغه دغه خبرې په واشنگټن کې د پاکستان په سفارت کې د سناتور گراهم سره د ملاقات په مهال کړیدی.
ښاغلی اقبال دا هم وویل چې پاکستان د ترهگرۍ په ضد په جگړې کې ډیرې کامیابۍ تر لاسه کړیدی او په افغانستان کې د امنیت د وضع د ښه کولو لپاره د پاکستان او د امریکا ترمنځ روابط ضروری دی.
په واشنگټن کې یوې غونډې ته په وینا کې د پاکستان د کورنیوچارو وزیر دا هم وویل چې په افغانستان کې د داعش د فعالیتونو زیاتیده نه یواځې د سیمې لپاره بلکه د ټولې نړۍ لپاره د اندیښنې وړ خبره ده او پکار ده چې د دې ډول خطراتو د مخنیوې لپاره ټولې خواوې په گډه کار وکړی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=43991

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *