پاکستان ته د ولسمشر احتمالی سفر په اړه د مشرانو جرګې غړو کلک غبرګون

  • خپرول: ۱۶ میزان ۱۳۹۶
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 37873

پاکستان ته د ولسمشر غنی احتمالی سفر د مشرانو جرګې غړو کلک غبرګون سره مخ شوی دی.
ددغې جرګې غړو د خپلې یکشنبه ورځې په ناسته کې وویل چې پاکستان اوس مهال هڅه کوی ترڅو د نړیوالې ټولنې د فشارونو څخه خپل ځان وژغوری او اوس مهال چې حساس وقت رارسېدلی افغانستان نباید د یاد هېواد فریب وخوری.
په همدې حال کې د مشرانو جرګې رییس فضل الهادی مسلمیار ویلی چې په دې اړه د ولسمشر سره خبرې کړی او ولسمشر غنی ویلی چې د لازمې سلامشورې وروسته به اسلام اباد ته سفر وکړی.
ښاغلی مسلمیار ټینګار کړی ، دهغه فرصت څخه چې د نړۍ د فشارونو له اړخه پر پاکستان باندې ترسره شوی ، د افغانستان حکومت باید د هغه څخه ګټه واخلی.
دی په دې اړه وویل : « په هروقت کې فرصت څخه په ښه توګه ګټه پورته کول د بریالیو سیاستوالو کار دی . موژ او تاسې باید په احساساتی ډول چلند ونه کړو. ولسمشر ته د مشرانو جرګې له خوا پیغام هم دادی چې ستاسې کور ودان چې په دې برخه کې د نړیوالې ټولنې قناعت ترلاسه کړی چې پر پاکستان باندې فشار راوړی او خپلو فشارونو ته دوام ورکړی او له دغو فشارونو څخه په ښه توګه ګټه پورته کړی.»

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=37873

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *