پاکستان ته د اېران سپاه پاسداران خبرداری

  • خپرول: ۲۷ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: نړیوال
  • د خبر شميره: 105203

د ایران د سپاه پاسداران ځواک عمومی قوماندان جنرال محمد علی جعفری پاکستان د جیش العدل ډلې پر ملاتړ تورن کړ.

جېش العدل هغه سُنی ډله ده چې د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت د خاش – زاهدان پر لویه لار یې د سپاه پاسداران پر ځواکونو د موټر بمی انتحاری برید مسوولیت په غاړه واخیست.

په دې برید کې، چې تېره اوونۍ (چهارشنبه – فبروری ۱۳) وشو، د سپاه پاسداران لږترلږه ۲۷ غړی ووژل شول.

د ایران د سپاه پاسداران قوماندان له پاکستان څخه غوښتی چې له جېش العدل سره خپل چلند بدل کړی.

ده خبرداری ورکړی چې که پاکستان له جیش العدل سره خپل چلند بدل نه کړی ایران به خپل چلند بدل کړی.

«زموږ چلند به له پخوا سره توپیر ولری او زموږ ځواکونه به د جېش العدل پر ضد غچ اخیستونکی اقدامات وکړی چې په هغه صورت کې به پاکستان هم د د دې انقلاب ضد ډلې د ملاتړ په خاطر د ناوړو پایلو اثار ووینی.»

د ایران د سپاه پاسداران عمومی قوماندان دا خبرداری پاکستان ته د سعودی عربستان د ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان له سفر سره په یو وخت ورکړ. ایرانی رسنۍ د سیستان او بلوچستان په حملو کې د خلیج د سیمې هیوادونه، چې اشاره یې سعودی ته وی، په لاس لرلو تورنوی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=105203

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *




− 3 = 2