پاکستان: افغان کډوالو ته د اردو او انګریزی زده کړې

  • خپرول: ۲۳ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: بی بی سی
  • د خبر شميره: 104575

پاکستان کې د افغان کډوالو استازو د ملګرو ملتونو هغه پرېکړه رد کړې او غندلې، چې له مخې یې د افغان کډوالو ښوونځیو کې په انګرېزۍ او اردو ژبو ښوونه او زده کړه کېږی. د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې تېر اکتوبر ویلی وو، د پوهنې نړیوالې تګلارې له مخې یې پرېکړه کړې چې د کډوالو ښوونځیو کې د پاکستان ښوونیز نظام پلی کړی. دوی وایی دا پرېکړه یې د افغان کډوالو د حالت اوږدمهاله طبیعت له مخې کړې، او د کوربه هېواد د زده کړې نظام هم پایېدونکی او هم د لګښت له مخې فعال غوراوی ثابتېدی شی. رحمان الله پرې له پېښور راپور لری.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=104575

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *