پاکستانی ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر کونړ لسګونه توغندی توغولی

  • خپرول: ۲۱ دلو ۱۳۹۶
  • نوملړ: امنیت او پېښې
  • د خبر شميره: 44323

پاکستانیو ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کونړ پر سرکاڼو او دانګام ولسوالیو د توپونو لسګونه ګولۍ راویشتلی چې دوه تنه پکې ټپیان شوی دی.
د دانګام ولسوالۍ ځایی اوسېدونکیوایی، د شنبې سهار له شپږو تر ۱۰ بجو د پاکستان پوځ د دوی په سیمه شااوخوا د توپونو سل ګولۍ راویشتلې دی.
دوی وایی، له تېرو څلورو ورځو پاکستانیو ځواکونو دغټو او وړو وسلو خولې د دوی پر لورې را اړولی چې به یادو ډزو کې دوه تنه ملکی وګړی ټپیان شوی هم دی.
اخوا د کونړ د والی ویاند عبدالغنی مصمم هم منی چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې د پاکستان پوځ پر سرکاڼو او دانګام د توپونو لسګونه ګولۍ راویشتلی چې خلکو ته یې مالی زیانونه اړولی، خو د چا د ټپی کېدو کوم راپور ورته نه دی رسېدلی.
د ډیورند کرښې ته د نېږدې پرتو سیمو اوسېدونکی وایی، پوره ۷ کاله کېږی چې د دوی پر سیمو د پاکستان پوځ د توپونو او نورو وسلو ډزې کوی، خو بیاهم افغان حکومت او نړیواله ټولنه پرې غوږ نه ګروی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=44323

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *