پاکستانی طالبانو په هوایی برید کې دخپل مرستیال مشر وژل کېدل تاییدکړی

  • خپرول: ۲۴ دلو ۱۳۹۶
  • نوملړ: نړیوال
  • د خبر شميره: 44750

پاکستانی طالبانو پخلی کړی چې د تحریک طالبان پاکستان مرستیال مشر خالد محسود چې په خان سید سجنا مشهور و، د امریکا د بې پیلوټه الوتکو په برید کې وژل شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د تېرې پنجشنبې په ورځ د امریکا بې پیلوټه الوتکو افغان پولې ته نېږدې د شمالی وزیرستان په قبایلی سیمې او همداشان د افغانستان پر خاوره د مشکوکو وسله والو پر مرکزونو بریدونه وکړل.
پاکستانی رسنیو تر دغو بریدونو وروسته داسې راپورونه ورکړل چې پر افغان خاوره د بې پیلوټو الوتکو د برید په ترڅ کې د تحریک طالبان پاکستان مرستیال مشر او د هغه وراره وژل شوی، خو پاکستانی طالبانو په دې اړه له څو ویلو ډډه وکړه.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=44750

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *