پاکستان؛ هند زموږ پر وړاندې د عملیاتو هوډ لری

  • خپرول: ۱۸ حمل ۱۳۹۸
  • نوملړ: نړیوال
  • د خبر شميره: 111902

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قرېشی ادعا کړې، هند د دوی پر وړاندې د تازه پوځی عملیاتو پلان لری او د روانې اپرېل میاشتې د دوېمې لسیزې په پای کې ورباندې برید کېدلی شی.
ښاغلی قرېشی دا ادعا نن یکشنبه (وری ۱۸/مارچ۷) په ملتان کې په یوې خبری غونډه کې کړې.
د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قرېشی پر نړیوالو ږغ کړی، چې د هند ددغه پلان مخه دې ونیسی او که داسې وشو، نو د پاکستان او هند په شمول به د ټولې سوېلی اسیا امنیت خراب شی.
“له موږ سره دا وخت کره استخباراتی مالومات دی، چې هند یو پلان جوړوی لګیا دی او پر پاکستان د یوه بل تېری امکان شته. زموږ د مالوماتو له مخې له ۱۶م اپرېل څخه بیا تر ۲۰م اپرېل پورې دغه عملیات کېدلی شی.”
که څه هم ځینو هندی رسنیو تېره اونۍ ورته خبرونه ورکړی وو، چې د هند د امنیتی شورا غونډه کې د تېرې سه شنبې په ورځ پر پاکستان د تازه عملیاتو ذکر شوی او د دې رسنیو په خبره لومړی وزیر نریندرا مودی د پوځ مشرتابه ته ددغه ګام اخیستلو اجازه هم ورکړې، خو د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر ددغې ادعا وروسته لاهم هند څه نه دی ویلی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=111902

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *