«پاڅېږه وطنه!»/ لیکوال شرف الدین عظیمی

  • خپرول: ۲۲ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 104286


Fb-Button

څوک د قام او ژبې د تبعیض قهرمانان شول

چا ږیره اوږده کړه د جنت ټیکداران شول

سرې وینې بهیږی د افغان له ټپی تنه

پاڅېږه وطنه! پاڅېږه وطنه!

سلېمان لایق

ما څو ځله څو ځایه ویلی و چې جاوید امیرخیل به بیا د «باتور ملت» په څېر شاهکار ونشی پنځولی، خو کله مې چې د پاڅېږه وطنه ناره واورېده فکر مې وکړ چې نه زه په حقه نه وم، ما سم حدس نه و وهلی او باید چې بیا فکر وکړم.

د «باتور ملت» ادعا لږ تر لږه د نقد وړ ده، خو د پاڅېږه وطنه ناره او ټپه کېدای شی بل ډول او ښه ډول تعبیر شی او یو لوی هیجان له ځانه سره راواخلی هاغه د چا خبره کېدای شی وطن راپاڅوی او وجدانونه ولړزوی او ولسونه سره وتړی او بړیڅی سره متحد کړی لکه په کوزه پښتونخوا کې چې د «دا څنګه آزادی ده؟» نارې خپل رول او نقش درلود.

غواړم خپلو خبرو ته دوه اړخه ورکړم:

لومړی د شعر اړخ:

په شعر کې مشر استاد لایق خورا سخته د لفظونو جادوګری کړې ده او ډېر یې حساس کړی، یانې د سړی زړه شی، چې شعر ولولی او ښه سم وخت ورته ځانګړی کړی. په متن کې ښه سمه باغی ګری شوې، ښه سمه غوسه بیان شوې او هر څه بربڼد شوی او محافظه کاری نه ده شوې او هغه چا چې وطن دغه ځای ته رارسولی ښه سم څڼډوهل شوی او په خپلو وجدانونو کې یې پوزونه ورموهل شوی.

شعر د افغانستان د څو وروستیو غمیزو کیسه ډېره لنډه او ډېره منطقی تحلیل او بیان کړې او ځوان نسل ته په ذهن کې دا ورڅڅول غواړی چې لوری یې په کومه دی او په کومه ځی او په کومه باید لاړ شی په همدې مورد مې غوښتل یوه څه ووایم:

د شعر په اړه خبرې ډېرې دی او تعریفونه هم ډول ډول او دې سره په خوا کې یوه خبره ډېره مهمه او جالبه ده، د هر انسان برداشت له شعر څخه توپیر کوی، په هر انسان د شعر اغېز هم په هماغه کچه توپیر مومی او دا هم نوره ثابته ده چې د انسان له ژونده بېلېدونکی هم نه دی او له پرمختګونو سره شعر هم پر مختګ کوی.

افغان ټولنه نور د هرې پاڼې تورونکو جملو ته شعر نشی ویلی. شعر نور د ټولنې الزامونو، نویو تضادونو، زړو مقرراتو، ناندریو، ریښتینو، نظامونو او هر هغه کلتور سره چې ژوند په کې کوی ډغرې وهی او په اصطلاح راپاڅېږی، مبارزه کوی، انقلاب کوی او زړې، ورستې، ارتجاعی او وخت خوړونکو مفکورې ځپی او د اعتراض غږ پورته کوی.

ما دغه تومنه د لایق صاحب په پاڅېږه وطنه شعر کې ولیده، دا ډول شعر او اشعار د اوسنۍ زمانې یوه اړتیا ده او دا خبره باید جدی ونیسو. دا ډول شعرونه باید د مرګ تر شیبې زمزمه شی. هغه خلک چې شعر پرې ژوره اغېزه لری او اوضاع او حالات د روښنایۍ او سمون لور ته بیایی، لاس نیوی یې وشی او لږ تر لږه وهڅول شی.

په دې هیله چې دغه ناره تر پوزې راغلی، په تیارو پسې روان، په سکوت او تورتم کې ډوب، په دوړو او غمونو کې ورک ملت ته د بری او پرمختګ مشعل شی تر څو له ګړنګونو، طوفانونو، سختیو پرې ووځی او لمر سترګه په کې ووینی او له تورو باورونو او غفلتونو را پاڅیږی.

دویم د سندرې اړخ:

کېدای شی په نړۍ کې ډېر ښه متنونه لیکل شوی او ډېر ښه شعرونه ویل شوی وی خو په شعر کې د روح پوکول بل خبره ده دا چې شعر څنګه ژوندی کېږی متن څنګه په نڅا راځی، دا یو بل اړخ دی چې د جاوید امیرخیل په دې دوه وروستیو سندرو کې په زباد رسولی. امیرخیل په دې څو وروستیو کارونو وښوده چې خپل کار یې ډېر مسلکی، شعوری او ژور کړی په موسیقۍ کې له ډېره وخته دا تشه وه او خدای مکړه چې همداسې پاتې شی.

هر ښه کار، تولید، کلیپ، غږ او په ټوله کې سندره ډېره خواری، انرژی او وخت غواړی او دا چې په دې سندره څومره خواری او سوچ شوی دا واضع ده، غږ ډېر په هیجان او احساساتو جګ شوی او د ځاځیو د غرونو جوهر له ورایه په کې ښکاری.

کله چې ما د سندرې ویډیوګرافی ولیده نو څو پوښتنې راته پیدا شوې خو د نقد هڅه نه لرم:

لومړی: د چیګورا د خولۍ او «پاڅېږه وطنه» ترمنځ اړیکه څه ده؟

دویم: که تصویر د ګڼو ولایتونو او بېلابېلو سیمو او پرګنو وئ، ښه به نه و؟

درېیم: د زرغون رنګ ډېر کارولو څخه مقصد څه و، دا کېدای شی ښه مفهوم ولری.

څلورم: په تصویر کې د توپ بیا بیا ځلی راتللو څخه مفهوم څه و؟

دا ډول مفاهیم که د غازی امان‌الله خان د تصویر په شان روښانه ول، اغېز به یې زیات وائ.

موږ لا ډېر کار ته اړتیا لرو خو یوه خبره په پای کې غواړم او هغه دا چې که مو کوم افغان ولید چې کار یې کاوه او سم کار یې کاوه تشویق یې کړئ، کار ته یې ارزښت ورکړئ، ویې نازوئ، په غېږ کې یې ونیسئ او ورته ووایئ چې تاسو یې کار خوښ کړئ او کار ته یې ارزښت ورکوئ او مینه به ورسره وکړئ.

سندره واورئ که خوښه مو شوه سندرغاړی یې هم خوښ کړئ ډم ورته مه وایاست، کنه دا به مو تر ټولو لوی خیانت او جفا وی.