پاول منافورټ پر ځان د لګیدولو تورونو په منلو موافقه کړې ده

  • خپرول: ۲۴ سنبله ۱۳۹۷
  • نوملړ: رادیو آزادی
  • د خبر شميره: 83523

د امریکا د ولسمشر ډانلډ ټرمپ د انتخاباتی کمپاین پخوانی مشر پاول منافورټ پر ځان د لګیدولو تورونو په دوه مواردو کې په خپل جرم منلو موافقه کړې ده.

پر منافورټ د امریکا د ځانګړی څارنوال روبرټ مولر د تحقیقاتو دفتر د امریکا په وروستیو ولسمشریزو انتخاباتو کې د روسیی د مداخلې په قضیه کې تورونه لګولی دی.

د هغو اسنادو له مخې چې پرون محکمې ته سپارل شوی منافورټ د امریکا خلاف د دسیسې په قضیه کې او د عدلی او قضایی چارو د مخنیوی په دوه مواردو کې په خپل جرم اعتراف کول منلی دی.

خو روسیی بیا د امریکایی مقاماتو دا ادعا رد کړې ده چې مسکو د متحده ایالاتو د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې لاسوهنه کړې ده.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=83523

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *